افغانستانسولې اړوند خبرونه

د مصالحې عالي شورا: طالبان دې بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل):په داسې حال کې چې د حکومت له لوري د پاتې طالب بندیانو نه خلاصون بین الافغاني مذاکرات ځنډولي؛ د مصالحې عالي شورا وایي، طالبان دې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په نېټه توافق وکړي او په دې توګه دې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي.

د مصالحې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» ویلي «طالبان باید داسې ګامونه واخلي، چې په اساس یې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره برابره شي او طالبان باید د یوې نېټې په تړاو توافق وکړي.»

له طالبانو د مصالحې عالي شورا پورتنۍ غوښتنه داسې مهال ده، چې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د اشرف غني د فرمان له لاسلیک سره، سره غني د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولي.

حکومت ځیني وخت ادعاء لري چې یو شمېر بهرني هیوادونه د پاتې بندیانو په خلاصېدو نیوکې لري او کله بیا د طالبانو په بند کې پاتې کمانډو عسکر او پيلوټان د طالب بندیانو د نه خلاصون لامل ګڼي.

ورته مهال طالبان بیا حکومت مشرتورنوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ ېدو او د خپلې واک د دوام په موخه د پاتې طالب بندیانو په خلاصون کې ناغېړي کوي.

بل لوري ته د چارو څارونکي او سیاسي شنونکي هم حکومت د وخت په وژلو تورنوي او ټینګار لري، چې د پاتې طالب بندیانو د نه خلاصون سره کرښه به هم د تېر په څېر ماته شي.

پخوانی جهادي قوماندان «اسماعیل خان» وایي «که د افغانستان حکومت وغواړي یا نه؛ خو دا سره کرښه هم د نورو کرښو په څېر ماتېدونکې ده.»

پخوانی طالب چارواکی «سید اکبر اغا» هم د پاتې طالب بندیانو په خلاصون ټینګار لري او د هغوی د نه خلاصون په تړاو د فرانسې څرګندونې  بې اساسه ګڼي «افغانان باید په خپل منځ کې توافق وکړي. فرانسویان دلته د جګړې لپاره راغلي وو.»

د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په وړاندې خنډونه داسې مهال دي، چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او داسې فکر کېږي چې د بهرنیانو تر انخلاء وروسته به امریکا او نور بهرني هیوادونه کله هم له اوسني حکومت سره مرستې ونکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx