شعـــــرونه

مین زړه/ حکمت الله سالار

حکمت الله سالار

د مین زړه د درد پوښتنه دي له ما وشي
چي پدې ښار کي خو هم لږه شان رڼا وشي

زه که په قبر کي یم پروت نو لاس به چا ته نیسې؟
که ستا د ژوند د لوی آرمان تپوس له تا وشي؟

لکه د نوح بیړۍ تر لویو طوفانو به وځم
که ستا له خولې راته یوه ورځي دعا وشي

د چا د زړه په ماتولو دي مجرم په دار شي
دغه تپوس دي په دې ښار کي له هر چا وشي

چي ستا په تورو عُقابي سترګو غزلي لیکم
له ما دي هر سهار ماښام دغه ګناه وشي

زه که ثواب کوم نو اجر دي خدای ما ته راکړي
زه که ګناه کوم تپوس دي له مُلا وشي

تا چي ویل سالاره خدای دي زما په مینه مړ که
دغه خبره دي یو ځل ستا له خولې بیا وشي

حکمت الله سالار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx