دیني، سیرت او تاریخ

شرعي الفاظ بدلول؛ د دښمن لومه «دوهمه برخه»

محمد سليم

قران او حدیث څه وایي؟
وړاندې مو یادونه چې دوي د خالص لفظ پرځای محتمل لفظ چې هم د حق او د هم د باطل مانا پکې وي کاروي، تر څو دوي ترې د ځان په ګټه باطله مانا واخلي، همدې مسئلې ته قرآن کريم هم اشاره کړې او مومنان يې ترې منع کړي:
د سورة البقرې په ۱۰۴ ایت کې اللهﷻ مومنان د راعنا د لفظ نه منع کوي، لامل یې مفسرین دا په ګوته کوي چې یهودو به هر وخت رسول الله ﷺ پورې خندا کوله؛ کله به يې په یو او کله به يې په بل نوم راباله، صحابه و به چې رسول الله ﷺ ته غږ کاوه نو د راعنا(مونږ ته غوږ کېږده) لفظ به یې کاراوه، کله چې یهودو دا لفظ د مسلمانانو له خولې واورېده نو خوشاله شول او هغوي هم په دې لفظ ټینګار پیل کړ ځکه د یهودو هدف بل و؛ هغوي به ترې د شپانه مانا اخیسته او په پټه توګه یې ښکنځه، نو دا چې دا لفظ محتمل و نو اللهﷻ ترې مومنان منع کړل.

دا اګر چې یو جایز لفظ و خو چې د یو حرام کار لپاره وسیله وه نو منع ترې وشوه تر څو د فساد دروازه بنده شي، او د راعنا پرځای یې د (أنظرنا) لفظ بدیل ورته وړاندې کړ چې هم یې مانا ښکاره ده او هم پکې ادب نغښتی دی.

همدارنګه په سورة النساء ۴۶ ایت کې هم ورته خبره اللهﷻ په صراحت سره ذکر کوي چې ځینې په یهودو کې داسې دي چې په الهي الفاظو کې تحریف کوي او په خپل ځای یې نه استعمالوي، اللهﷻ یې د نمونې په توګه څو بد الفاظ ذکر کوي:
مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعۡنَا وَعَصَيۡنَا وَٱسۡمَعۡ غَيۡرَ مُسۡمَعٖ وَرَٰعِنَا لَيَّۢا بِأَلۡسِنَتِهِمۡ وَطَعۡنٗا فِي ٱلدِّينِۚ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ قَالُواْ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَا وَٱسۡمَعۡ وَٱنظُرۡنَا لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡ وَأَقۡوَمَ وَلَٰكِن لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفۡرِهِمۡ فَلَا يُؤۡمِنُونَ إِلَّا قَلِيلٗا ٤٦ النساء.
تفسير:
د یهودانو ځیني كسان داسې دي چې الفاظو ته له خپلو ځايونو څخه تغيير وركوي- او وايي: «موږ واورېدل او مو نه منل، او واوره، په داسي حال کي چي اورول شوی نه یې.» او د حق دين پر خلاف د نېښ وهلو لپاره خپلي ژبي اړوي رااړوي- او وايي: «راعنا = ته زموږ شپون یې». په داسي حال کي چي كه هغوى ويلي واى «موږ واورېدل او و مو منل، او واوره او پر موږ نظر لره.» – نو دا به د هغو لپاره غوره او ډېره سمه لاره وه؛ خو پر هغو باندي د خپلي باطل پرستۍ له امله لعنتونه ورېدلي دي، له دې كبله هغوى ډېر لږ (خلک) ايمان راوړي.

په احادیثو کې هم د شرعي الفاظو ذکر دی چې باید ساتنه یې وشي او په بل نوم تغییر نه شي.
ابوداود، نسایي، ابن ماجه او نورو ګڼو کتابونو دا حدیث نقل کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چې ځینې خلک به زما د امت نه داسې وي چې شراب به څښي خو نوم به د بل شي ورکوي.

« لَيَشْرَبَنَّ نَاسٌ مِنْ أُمَّتِى الْخَمْرَ يُسَمُّونَهَا بِغَيْرِ اسْمِهَا يُعْزَفُ عَلَى رُءُوسِهِمْ بِالْمَعَازِفِ وَالْمُغَنِّيَاتِ يَخْسِفُ اللَّهُ بِهِمُ الأَرْضَ وَيَجْعَلُ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ ».( ابوداود. ۳۶۸۸* نسایي ۵۶۵۸* ابن ماجه ۳۳۸۴)

ژباړه: خامخا به زما زما د امت نه داسې خلک وي چې شراب به څښي خو په بل نوم به يې نوموي، سندرې به ورته ويل کيږي، الله به يې په ځمکه کې ننباسي او بيزوګان او خنزيران به ترې جوړ کړي.

دا حديث صحيح دی.
دې حديث نن عصر کې ښه صدق کړی ځکه نن سبا شرابو ته د الشراب الروحي (روحي څښاک)نوم ورکول کيږي، دا ډیره بې انصافه خبره ده ځکه روح الله ته په نږدې کېدلو خوشاليږي او د ډاډ احساس کوي او شراب یې د اللّٰهﷻ نه لرې کوي او په داخل کې اضطراب پيدا کوي.

دلته د دومره سخت وعید وجه داده چې کله یې نوم بدل کړي نو بیا پرې د حلال ګمان کوي او حرام ورته نه ښکاري(اګر که د نوم په بدلولو حرام شی نه حلالیږي) او حرامو ته د حلالو په سترګه لیدل د اللّٰهﷻ د غضب لامل ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx