ټولنیزه برخه

هوښیار او عقلمند خلك څوك دي؟

لېکنه: مولانا محمد یونس پالنپوري حفظه الله

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

الله تبارك وتعالى په لاندې أیت مبارك كې هوښیارو خلکو ته اشاره کړي ده!

إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَءَايٰتٍ لِّأُولِى الْأَلْبٰبِ
(سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 190)
ژباړه: د آسمانونو او ځمکې په پيدايښت او د شپې او ورځې په تګ راتګ کښې یقینا د هوښیارو او عقلمندو لپاره ډيرې نښانې دي:

د أیت شریف مطلب دادی چې د آسمان په څېر
لوړ او پراخ مخلوق او د ځمکې په څېر سخت اوږد او پلن مخلوق ، بیا په آسمانونو کې غټې نښې دادي مثلا ګرځېدونکي او ځای پر ځای اودرېدولو واله دي ، په ځمکه کې لوی لوی پیدایښتونه لکه غرونه ، ځنګلونه ، ونې بوټي ، واښه ، فصلونه او مېوې ، قسما قسم ځناور ، مختلف قسم چمنونه او دښتې ، او قسماقسم خوشبوداره خوندورې مېوې او داسې نور.

آیا د قدرت داټولې نښانې د یو پوهه انسان لپاره د الله تعالی طرف ته رهبري نه شي کولی؟ بیا د شپې او ورځې کمېدل او زیاتېدل ، تګ او راتګ ، او بیا برابرېدل ، دا ټول هرڅه د هغه عزیز اوعلیم الله جل جلاله د کامل قدرت کاملې نښانې دي.

نو ځکه یې په آخر کې وفرمایل چې په دې کې د هوښیارو او عقلمندو لپاره نښانې دي ، د پاک نفس درلودونکي خلک همېشه هر شي ته د حقیقت په کتلو اموخته وي ، هغوی د کم عقلو په څېر په سترګو ړانده او په غوږونو کاڼه نه دي ، د هغوی په حقله بل ځای کې بیان شوی چې ګواکې هغوی د آسمانونو او ځمکې ډېرې نښې تر پښو لاندې کړی چې پرې تېریږي خو غور او فکر نه مومي ، په دوی کې ډېری د الله تعالی د منلو سره سره بیا هم له شرک څخه نه شي خلاصېدلای.

اوس دغو عقلمندو صفتونه بیانیږي؛
(۱) هغوی په ولاړه او په ناسته د الله تعالی ذکر کوي ، د صحیحینو حدیث دی چې ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم عمران بن حسین رضی الله عنه ته وفرمایل: په ولاړه لمونځ کوه ، که دا قوت دې نه درلود په ناسته ‌یې کوه ، که دادې په وس نوو پوره په ملاسته هم صحیح دی.

یعنې په یو صورت کې هم د الله تعالی له ذکر څخه مه غافل کېږه ، په زړه کې او پټ په ژبه د الله تعالی ذکر کوه ، داسې خلک د آسمان او ځمکې په پیدایښت باندې نظر أچوي ، او ددې په حکمتونو باندې فکر کوي ، چې د یو خالق په عظمت ، قدرت ، علم او حکمت ، اختیار او رحمت باندې دلالت کوي.

(۲) شیخ سلیمان داراني رحمه الله وایي کله چې له کوره ووځم کوم شئ مې چې تر نظر لاندې شي په هغه کې زما لپاره د الله تعالی یو قدرت وي ، او زما لپاره هغه د عبرت سبب وي.

(۳) حسن بصري رحمه الله وایي چې د الله تعالی په قدرتونو کې یو ساعت فکر کول د ټولې شپې د عبادت څخه بهتر دی.

(۴) فضیل ابن عیاض رحمه الله وایي چې د حضرت حسن رحمه الله قول دی چې ، غور فکر او مراقبه یوه داسې آینه ده چې ستا ښه او بد اعمال تاته در وړاندې کوي.

(۵) سفیان بن عیینه رحمه الله وایي چې غور او فکر یو نور دی چې ستا په زړه باندې سیوری اچوي ، او کله کله به یې دا شعر هم ویلو.
(اذ المرأ کانت له فکرة * ففي کل شئ له عبرة)
د چا چې په ډېره باریکۍ سره فکر کول عادت جوړ شو ، هغه ته په هر شئ کې یو عبرت تر سترګو کیږي.

(۶) عیسی علیه السلام فرمایي؛ هغه څوک ډېر خوشبخت دی چې د چا خبرې چې د الله تعالی ذکر او نصیحت وي ، چوپتیا یې غور او فکر وي ، لېدل او کتل یې عبرت او خبرداری وي.

(۷) د لقمان حکیم د حکمت څخه ډکه وینا هم په یاد لرئ ، یواځې کېناستل چې څومره زیات وي همدومره غور فکر او مراقبه ښه ترسره کیږي ، څومره چې دا زیاتيږي همدومره په انسان باندې جنت ته تلونکي لارې را خلاصیږي ، او هغه لارې دده لپاره د جنت رهنمایي کوي.

(۸) وهب بن منبه رحمه الله وایي ؛ د چا چې څومره مراقبه زیاته وي همدومره یې پوهه زیاته وي ، څومره چې پوهه زیاته وي همدومره یې علم په برخه کیږي ، څومره چې علم زیات شي همدومره به صالح عملونه زیات شي.

(۹) عمر بن عبدالعزیز رحمه الله به ویل چې د الله تعالی په ذکر د ژبې چلول ډېر ښه دي خو د الله تعالی په نعمتونو او مخلوقاتو کې فکر کول غوره عبادت دی.

(۱۰) مغیث اسود رحمه الله به ویل إې خلکو! هدېرې ته هره ورځ ورځئ چې تاسو ته د پایلې فکر راپیدا شي ، بیا په زړه کې هغه صحنه جوړه کړه چې ته د الله تعالی پر وړاندې ولاړ یې ، بیا پر یوه ډله خلکو جهنم ته د تللو حکم کیږي او بله ډله خلک جنت ځي.
خپل زړونه په دې حالت کې جذب کړئ ، او خپل ځان هلته حاضر وبولی ، جهنم مو مخ ته کړی او د هغه سندانونه او د اور زندانونه ځان ته حاضر کړئ ، تر دې ځایه به چې راورسېده نو په چیغو چیغو به یئ وژړل ، تر دې چې بې هوښه به شو.

(۱۱) عبدالله بن مبارک رحمه الله وایي چې یو نفر د یو عابد سره یوځل په هدېره او بیا په ډېران باندې لېدل تر سره شول ، بیا یې ورته وویل إې عابده!
ستاسره اوس دوه خزانې دي یوه د خلکو چې هدېره ده او بله د مال دولت چې هغه خلي خزلې متیازې او د بدبویه شیانو اچلو ځای دی.

(۱۲) عبدالله بن عمر رضی الله عنه به کنډوالو ته ورتلو ، یوې ماتې دروازې ته به ودرېده او د ډېر افسوس غږ به یې کاوه فرمایل به یې؛ إې ورانو کورونو! ستاسو اوسېدونکي چېرته دي؟
بیا به یې پخيله وویل ټول د ځمکې لاندې تللي ، ټولو د فنا جام وڅکلو ، یواځې د الله تعالی ذات به همېشه او باقي وي.

(۱۳) د عبدالله بن عباس رضی الله عنه قول دی چې د زړه په توجه سره دوه رکعاته لمونځ کول ، د هغې ټولې شپې د لمونځونو څخه غوره دی چې په مینه ونکړل شي.

(۱۴) حسن بصري رحمه الله وایي چې إې د آدم ځویه! دریمه حصه خوراک کوه ، دریمه حصه اوبه څکه ، دریمه حصه د هغو هواګانو لپاره ځانکړي کوه چې د هغې پر مټ ته د اخرت د خبرو او د خپلو عملونو پر پایلو غور فکر وکړې ،
د بعضې حکماؤ دا نظر دی چې څوک چې د دنیا شیانو ته د عبرت په نظر نه ګوري نو ددې غفلت په سبب د هغه د زړه سترګې کمزوري شي.

(۱۵) د بشر بن حارث حافي رحمه الله قول دی چې که چېرې خلکو د الله تعالی د عظمت فکر کولی نو هیڅ کله به یې بې أمري نه کولی.

(۱۶) عامربن عبد قیس رحمه الله فرمایي چې ما د ډېرو صحابه کرامو ضوان الله تعالی علیهم اجمعین څخه آورېدلي چې ، د ایمان رڼا په غور فکر او مراقبه کې ده.

(۱۷) عیسی ابن مریم علیه السلام فرمایي چې إې د آدم اولاده! أی کمزوریه انسانه! ته چې هر چېر ته یې له الله تعالی څخه وېرېږه ، دنیا کې د عاجزۍ او مسکینۍ ژوند کوه ، جومات خپل کور وګرځوه ، خپلو سترګو ته ژړا ور وښایه ، خپل بدن ته د صبر عادت ور وښایه ، خپل زړه د غور فکر واله جوړ کړه ، د صبا ورځې روزۍ لپاره نن فکر مکوه.

(۱۸) امیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزیز رحمه الله یو ځل په مجلس کې ناست وو په ژړا شو ، خلکو د ژړا وجه وپوښتل ، ویې ویل چې ما په دنیا کې او د دنیا په خوندونو کې او ددې په خواهشاتو کې غور فکر وکړ عبرت مې حاصل کړ ، کله چې پایلې ته ورسېدم نو زما امیدونه ختم شول ، حقیقت دادی چې په دې کې د هرچا لپاره عبرت دی.
ابن کثیر ج ۱ صفحه ۴۹۲/ ۴۹۳

اللهم صل على محمد وآله و عترته بعدد كل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx