افغانستان

د کابل پر هوايي ډګر راکټي برید وشو

نن ټکی آسیا:همدا څو شیبې وړاندې د کابل پر هوايي ډګر راکټي بريد شوى، چې له امله يې مالي زيانونه اوښتي دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس پاسوال ګل اغا پاچا خبریالانو ته وويل، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د کابل پر نړيوال هوايي ډګر راکټي بريد شوى دى.
هغه زياته کړه، چې دوه راکټونه د هوايي ډګر په دننه ساحه کې لګېدلي، خو دمګړۍ د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو په هوايي ډګر کې يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته ویلي،چې يو راکټ د چورلکو پر ډيپو لګېدلى دى.
سرچينې زياته کړه، چې د راکټ لګېدو له امله په ډيپو کې اور لګېدلى دی.
د عیني شاهدانو په وینا،د کابل له هوايي ډګره یې د اور لوخړې او لمبې لیدلې، چې پورته کېږي..
د لومړنیو معلوماتو په اساس، د هوايي ډګر چارواکو له دفاع وزارت څخه غوښتي، چې ژر تر ژره دې چورلکې له دغه ځای څخه بل خوندي ځای ته ولېږدوي.
ویل کېږی، چې بل راکټ په هواره ساحه کې لګېدلى او کوم زيان يې نه دى اړولى.
طالبانو د پېښي په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x