افغانستان

«علي پور پنځه کندهاري موټروانان تښتولي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل):د شخصي ملېشو او نامسئوله وسله والو قوماندان «علي پور» په غزني ولایت کې د کندهار پنځه موټر چلوونکي تښتولي.

په جنګي جرمونو او جنایتونو تورن «علي پور» چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې شخصي ملیشې لري، اوږده موده وړاندې د حکومت له لوري ونیول شو؛ خو ټاکنو ته په نږدې وخت کې د اشرف غني دویم مرستیال «سرور دانش» له بنده خلاص کړ.

علي پور چې له خلاصېدو وروسته یې بیا ځلې د ولسي وګړو په ځانګړې ډول د پښتنو په ځورونه لاس پورې کړی؛ تازه یې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي پنځه موټروانان تښتولي او له ډلې یې یو تن وژلی هم دی.

د سپین بولدک ولسوالۍ قومي مشران پر حکومت غږ کوي، چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د کندهاري موټروانانو د تښتولو راپورونه داسې مهال دي، چې وړمه ورځ بیا د کوچیانو څو تنه سپین ږیري د غور ولایت په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د عليپور ملېشو تښتولي او تر لوټلو او وهلو ډبولو وروسته یې خلاص کړي وو.

د کوچیانو مشران وایي، عليپور یې ژوند ته نه پرېږدي او که حکومت يې پوښتنه ونکړي؛ دوی به خپله لاس په کار شي.

د تښتول شوو له ډلې یو تن علي پور له پښتنو سره په دښمنۍ تورنوي او وایي، د نوموړي ملېشو چې کله ترې پښتو واورېدله نو ویې وهل او ویې لوټل.

ورته مهال د قبایلو چارو وزارت کې د کوچیانو ریاست رییس «حبیب الرحمن احمدزی» بیا حکومت د علي پور ملاتړی بولي او ګواښ کوي که امنیتي بنسټونه د نوموړي د «لنډغرۍ» مخه ونه نیسي؛ کوچیان به خپله لاس په کار شي «دا یو لنډغر دی، حکومت یې دې مخه ونیسي، که حکومت عاجز وي کوچیان هم کمزوري نه دي، د زورواکو او لنډغرو مخه نیولای شي.»

یاده دې وي، چې د اشرف غني دویم مرستیال «سرور دانش» چې علي پور یې له بنده خلاص کړ؛ تورنېږي چې له پښتنو سره د خپل تعصب له مخې د علي پور ملیشې تقویه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx