افغانستان

جنرال زمری پیکان له واک څخه د «ناوړه» استفادې په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د کورنیو چارو وزارت پخوانی لوړ پوړی چارواکی جنرال زمری پیکان له دندې څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور تیره شپه نیول شوی دی.

زمری پیکان چې له خپل صلاحیت څخه په ناوړه ګټه اخیستنې او دروند مالي فساد تورن دی، درې کاله وړاندې په ۱۳۹۶ لمریز کال د لیندۍ په ۱۲مه د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري په اته کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شو؛ خو حکومت  یېپه نیولو او د محکمې د حکم په پلي کولو ونه توانېد.

د کورنیو چارو وزارت طارق آرین ددې خبر په تایید سره رسنیو ته ویلي، چې جنرال پیکان تیره شپه د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

تېر کال اشرف غني له فساد سره د مبارزې په تړاو رابلل شوې یوه ناسته کې  امنیتي بنسټونو ته امر وکړ، چې پيکان ژر تر ژره ونیسي، تر څو د عدلي او قضايي ارګانونو حکم ورباندې پلې شي.

نوموړي ویلي ؤ، چې  پيکان د عامه نظم بنسټ د فساد په سرچینې بدل کړ او اوس د نوموړي د نه نیول کېدو له امله له فساد سره زموږ د مبارزې اراده تر پوښتنې لاندې راغلې.

هغه مهال هم د کورنیو چارو وزارت له غني سره ژمنه کړې وه، چې پیکان به نیسي او د عدلي او قضايي ارګانونو حکم به ورباندې عملي کوي، چې ونه توانېدل.

یاده دې وي، چې پیکان د مالي فساد تر څنګ له خپلې دندې څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن دی او تور ورباندې دی، چې له دولتي وسایطو او وسایلو څخه په ګټه اخسیتنه یې له خپل زوی «مختار پیکان» سره په ګډه د کابل په «شېرپور» سیمه کې د «سهراب» په نوم یو تن هم وژلی؛ خو دا څرګنده نه ده چې حکومت به وکولای شي پر نوموړي د محکمې پرېکړه تطبیق کړي او که څرنګه؟

تیرکال د پولیسو ځانګړو قطعاتو د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د سیمه ییزو ملیشو قومندان نظام الدین قیصاري کور محاصره کړ او د هغه د نیولو لپاره یې ناکام عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې قیصاري ته د جرمني پوځیانو لخوا نجات ورکړل شو؛ خو لسګونه دولتي عسکر، د قیصاري ملیشو او عامو خلکو ته په کې مرګ ژوبله واووښتله.

اوس تازه نظام الدین قیصاري په دولتي الوتکه کې کابل ته انتقال شوی او دلته له سیاسي مشرانو او دولتي چارواکو سره لیدنې کتنې کوي، چې د شنونکو په باور د قتل په قضیه کې تورن زمری پیکان هم ښايي څو ورځې وروسته په دولتي اعزاز له بنده خوشې او په نوې دنده وګومارل شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx