افغانستان

اخترمحمد، دفاع وزارت یې طالب سرګروپ؛ خو طالبان یې عام موټر چلوونکی یادوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت  ددفاع وزارت چارواکي د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د اختر محمد په نوم د یو طالب سرګروپ د نیولو ادعا کوي؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او نیول شوی کس عام موټر چلوونکی بولي.

دفاع وزارت نن د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تیره شپه یې د ملا اختر د عبدالمنان ځوی په نوم یو طالب سرګروپ د شکردرې ولسوالۍ په «صالح خیلې» او «بویه زار» سیمو کې د عملیاتو پرمهال نیولی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې نیول شوي کس د شکردرې ولسوالۍ په وروستیو امنیتي پېښو کې لاس لرلو.

بل لورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ددفاع وزارت دغه ادعا «پوچه» بللې او دا کار یې د «دښمن» د وارخطايۍ نښه بللې ده.

مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې داسې ویلي:

«مزدور دښمن د کابل په شکردره ولسوالۍ کې یو عام موټروان چې د کابل پروان ترمنځ يې موټر چلاوه، نیولی او د اسلامي امارت د قومندان نوم يې پرې ايښی.»

طالب ویاند دغه راز ویلي، چې د کابل حکومت له دغې ناسمې ادعا څخه ښکاري چې هغوی له وارخطايي او ناتوانۍ سره مخ دي:

«یاد پروپاګند ښکاره کوي چې مزدور دښمن له څومره وارخطايي او ناتوانۍ سره مخ ده.»

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل حکومت عسکر او امنیتي چارواکي عام وګړي د طالبانو په نوم نیسي او بندیانوي، په تیرو دوه ورځو کې د حکومت پلوه ملیشو قومندان علیپور په غور ولایت کې پښتانه قومي مشران او غزني ولایتکې پنځه تنه کندهاري موټر چلوونکي د طالبانو په نوم نیولي، شکنجه او شخصي زندان کې بندیان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx