افغانستان

وکیلان: د کندز  پر اتیا سلنه خاوره د طالبانو واک چلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل):د کندز ولایت سلګونو اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو تېره ورځ د کندز ولایت مقام مخې ته لاریون کړی او ځایي امنیتي چارواکي يې تورن کړي، چې په نمایشي کارونو اخته دي او د یاد ولایت امنیت ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

د «اوا» خبري اژانس د راپور په بنسټ، سلګونه لاریون کوونکي چې د امنیت غوښتنې شعارونه یې ورکول، د ولایت مقام مخې ته راټول شوي وو، امنیتي چارواکي يې په «بې کفایتۍ» تورنول او د کندز د امنیت نیولو غوښتنه یې کوله.

لاریون کوونکو ادعاء درلوده، چې والي او امنیتي چارواکي له یوې اوونۍ راهیسې د خپلواکۍ د جشن په لمانځلو اخته دي؛ خو طالبان د کندز تر دروازو رارسېدلي او د ولایت د سقوط وېره تر بل هر وخت زیاته شوې.

لاریون کوونکو امنیتي چارواکي د «نمایشي» پروګرامونو په جوړولو تورن کړل او ګواښ یې وکړ، که د کندز د امنیت غم ونه خوړل شي؛ والي به وشړي.

د ولایتي شورا وکیلانو چې په لاریون کې یې ګډون درلود، اعتراف وکړ، چې د کندز په اتیا سلنه خاوره باندې د طالبانو واک چلېږي او حکومت یې یوازې په شل سلنه باندې کنټرول لري.

د ولایتي شورا غړي «رباني رباني» ویلي «ډېر اندېښمنوونکی حالت دی، کندز د سقوط پر غاړه دی او ټولې لویې لارې د ترافیکو په مخ تړل شوې.»

د رباني له قوله، که حکومت د کندز امنیت ته پاملرنه ونکړي؛ کندزیان به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او د خپل ولایت د امن کېدو لاره به ولټوي.

ورته مهال مدني فعال «فریدون دانا» هم د لاریون کوونکو څرګندونې تاییدوي او په خبره يې، طالبانو له څلورو کندز محاصره کړی؛ خو امنیتي ځواکونه بیا پوره یوه اوونۍکېږي د خپلواکۍ جشن په لمانځلو بوخت دي.

د فریدون په خبره، دا ډول امنیتي چارواکي د کندزیانو درد دواء کولای نشي او دوی مجبور دي، چې د ولایت مقام دروازه وتړي.

بل لور ته د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند «هجرت الله اکبري» بیا د لاریون کوونکو څرګندونې بې اساسه بولي او په خبره يې امنیتي ځواکونه د طالبانو مقابلې ته چمتو دي.

د کندز د امنیت په اړه د کندز د اوسېدونکو لاریونونه داسې مهال دي، چې وړمه شپه د کندز-تخار پر لویه لار امنیتي ځواکونو خپلې څلور قرارګاوې طالبانو ته سپارلې.

یاده دې وي، چې طالبانو که څه هم له امریکا سره د توافقنامې له لاسلیک را وروسته د جګړې کچه د تېر په پرتله راټيته کړې؛ خو له دولتي ځواکونو سره د بهرنیانو د ملاتړ نشتون، هغوی کمزوي کړي او ګڼې سیمې یې طالبانو ترې نیولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x