شعـــــرونه

ستاپه نوم یې شپه د زړګي ورکه سپین سهار شي/ بدري

محمد حماس بدري

ستاپه نوم یې شپه د زړګي ورکه سپین سهار شي
مات زړه پرې قرار ومومي هله رابیدار شي

مړلکه بې حسه بې خوځښته وي غفلت کې پروت
ساه د حیات ورکړې نو روان په سمه لار شي

جوړ ترینه جنت شي او منظر د خوښۍ وګرځي
کله چې د ستا متوجه ورته انوار شي

خلاص شي بینه وبینک هغه مستور رمز
تاسره قایمه یې اړیکه د دیدار شي

خړوبه یې د سترګو په مړو اوښکو شي د زړه للمه
وکاندي ګلونه ښه سمسور ګل ګلزار شي

واړه لطایف یې شي جاري وایي الله الله
اوري له اسمانه فیوضات پري راانبار شي

غوره کړه صحبت د صالحانو خدای دې وبښه
تاته به (حماس بدري) همدغه لاس پکار شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx