افغانستان

د کابل امنیه قوماندان له دندې ګوښه کړل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل):کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل امنیه قوماندان «امان الله واحدي» له دندې ګوښه کړل شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» له رسنیو سره په خبرو کې له دندې د «واحدي» ګوښه کېدل منلي؛ خو د نوموړي د ګوښه کېدو د لامل په اړه یې جزيیات نه دي ورکړي.

ورته مهال یو شمېر خبري سرچینې وایي، امان الله واحدي په کابل کې د نا امنیو او د ترور او جرمي پېښو د زیاتوالي په غبرګون کې له دندې ګوښه کړل شوی.

امان الله واحدي چې نږدې څلور میاشتې وړاندې د کابل امنیه قوماندان ټاکل شوی و، داسې مهال برطرفه کېږي، چې په کابل کې پر دولتي منسوبینو او امنیتي چارواکو د ازادانه ګرځېدو کړۍ نوره هم راتنګه شوې او هره ورځ ګڼ امنیتي منسوبین او چارواکي په چاودنو او وسله والو بریدونو کې وژل کېږي.

ورته مهال کابل کې غلاوې، اختطافونه او نور جرمونه هم په بې ساري ډول زیات شوي او ښاریان ارګ ته په لنډه فاصله کې لوټل او وژل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx