په باجوړ کې د چاودني له کبله ۵ تنه مړه او ۸ نور ټپيان شول
نن ټکی آسیا: د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د باجوړ په سیمه کې نن د پاکستاني اربکیانو (قومي لښکر) پر موټر باندي چاودنه وشول، چي له کبله يې پنځه تنه مړه او اته نور ټپيان شول.
د سیمي څخه یو تن چارواکي اسوشیتډ پریس ته د ټلیفون پر کرښه ویلي چي چاودنه پر یو پيک اپ موټر باندي تر سره شول، چي له کبله يې په موټر کې سپاره ۳ تنه د قومي ملیشې کسان، یو ماشوم او د موټر چلونکی ووژل شول، او اته نور ټپيان شول،
خو د ټپيانو حالت يې د اندیښنې وړ ښودلی.
د پاکستان د ډان نیوز په وینا د کال ۲۰۰۷ څخه کله چي د پرویز مشرف په وخت کې پر لال مسجد باندي وسلوال عملیات وشول، په پاکستان کې په چاودنو او بریدونو کې ۴۷۰۰ تنه وژل شوي دي.