ورزش

محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی چې په شل اوريزو کې يې «۴۰۰۰» منډې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه ستوری محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوريزو نړيوالو او تجارتي سياليو کې يې له «۴۰۰۰» زياتې منډې جوړې کړې.

محمد نبي چې اوسمهال د ويسټ انډيز په کرابين سوداګريزو سياليو کې لوبيږي تېره شپه د ایس ټي کیټس اینډ نیویس پيټریوس لوبډلې پر وړاندې چټکې ۳۵ منډې جوړې کړې او په خپله ۲۶۱مه لوبه کې دغه څلي ته ورسېد.

هغه تر دې دمه په دغه ليګ کې دوه سيالۍ ترسره کړي او په غوره هر اړخیزه کارکردګۍ سره يې په دواړو لوبو کې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده.

https://twitter.com/ESPNcricinfo/status/1297235336070930433?s=20

په تېره لوبه کې نبي په ۲۲ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې او په ۴ اورونو کې يې د ۱۷ منډو په بدل کې يوه ويکټه واخيسته، د نوموړي لوبډلې ايس ټي لوشيا زوکس د ۱۰ منډو په توپير بريا خپله کړه.

ددې سربېره ۳۵ کلن نبي په شل اوريزو لوبو کې له شاهد افريدي وړاندې لومړی لوبغاړی دی چې تر ټولو زياتې د غوره لوبغاړي جايزې يې ترلاسه کړي دي.

محمد نبي په ۲۶۱ شل اوریزو لوبو کې د (۴۰۱۴) منډو سربېره (۲۵۷) ویکټې هم ترلاسه کړي دي چې د نوموړي د غوره آلراونډر ثبوت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x