افغانستان

ضیاء الحق امرخیل د ننګرهار والي ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل): له اوږدو جنجالونو او «داوطلبۍ» وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په غوښتنه او اشرف غني په فرمان ضیاء الحق امرخیل د ننګرهار دوالي په توګه ټاکل شوی دی.

کابو یوه نیمه میاشت مخکې د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاخیل ددفاع وزارت لومړي مرستیال په توګه له ټاکل کېدو وروسته ننګرهار د سرپرست والي له خوا اداره کېده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼیوال هم تایید کړې، چې په سیاسي او ولسي چارو کې د اشرف غني سلاکار ضیاء الحق امرخیل د ننګرهار والي ټاکل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx