
ټک ټاک په محکمه کې د ټرمپ پریکړه ننګوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۹ل): چینایي ویدیویي اپلیکیشن ټک ټاک شرکت د امریکا ولسمشر ټرمپ پریکړه په محکمه کې د ننګولو اعلان وکړ.
له دې وړاندې ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې ټک ټاک به په امریکا کې پر ملیونونو کاروونکو وتړي، هغه ویلي وو چې دا چینایي اپلیکیشن د امریکا د امنیت خوندیتوب ته خطر دی.
د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم، د ټک ټاک لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، «ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د قانون حاکمیت ضایع نشي او زموږ د شرکت پیردونکو سره سم چلند وشي، زموږ سره د ټرمپ پریکړې ننګولو لپاره له محکمې پرته بله لار نشته».
ډونالډ ټرمپ پر چینایي شرکت تور پورې کړی و چې د چین کمونیست ګوند ته په ګټې رسونې شرکت ناسم معلوماتو خپروي او د امریکا جاسوسي کوي.
دغه راز د ټرمپ په پریکړه کې ویل شوي وو چې د چینایي شرکت ټک ټاک مالکانو پر وړاندې به هم سخت جدي ګامونه پورته شي.