ورزش

بایرن مونشن د چمپینز لیګ په پایلوبه کې پاریس لوبډلې سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۹ل): د چمپینز لیګ (UCL) سیالیو پایلوبه د المانۍ لوبډلې بایرن مونشن او فرانسوۍ لوبډلې پاریس سان جرمان پر وړاندې ترسره کیږي.

د یادو سیالیو په نیمه پایلوبه کې بایرن لوبډلې فرانسوۍ لوبډلۍ لیون ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار وموندله په داسې حال کې چې پاریس لوبډلې المانۍ لوبډلې آر بي لیبزیګ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

فوټبال پوهان وایي چې د چمپینز لیګ پایلوبه به په زړه پورې وي چې له یوې خوا نیمار، کیلیان امباپی او دي ماریا دي، خو بلې خوا ته لیوانډوسکي، توماس مولر او سرجیو ګنابري دي.

ټاکل شوې ده د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه نن یکشنبه د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د پرتګال په پلازمینه لشبونه کې ترسره شي.

بایرن مونشن لوبډلې پنځه واره په خپل تاریخ کې د اروپا اتلانو لیګ پنځه اتلولۍ ګټلي په داسې حال کې چې د پاریس سان جرمان لوبډلې په لومړي وار د یادو سیالیو پایلوبې ته لار موندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx