نظــر

د طالبانو په دوره کې د هیواد علمي او فرهنګي حالت ته لنډه کتنه

عبدالحنان همت

کله چې په ۱۹۹۴ کې طالبان را څرګند سوه،  دغه وخت د هیواد علمي او فرهنګي حالت سخت ځپل سوی و،  دکابل په شمول په ټولو ولایتونو او ښارونو کې ملوک الطوائفي،  فساد او قتل غارت حاکم و،  له خلګو هرڅه هیر و،  یوازي د خپل سر د ساتلو او د نس د مړولو په ارمان وو،  په هیواد کې ټول علمي او فرهنګي مراکز تړل سوي وو او په هغو کې ټوپکیانو خپل مراکز جوړ کړې وو.

کله چې طالبان حاکم سوه د نورو کارونو تر څنګ  یې دعلمي او فرهنګي مرکزونو په بیا احیاء او پرانستلو هم شروع وکړه،  په داسي حال کې چې امکانات یې بیخي کم وو،  خو بیا یې هم مورال له لاسه ورنه کړ او په خپل کار یې شروع وکړه.  موږ هغه وخت په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼه د حروف چیني په ماشین  چاپوله،   ماشینان دومره زاړه وه،  چې د هغوی په چالانولو سره به د ډیرو ملګرو ځیګرونه خوږ سوه، خو بیا مو هم مورال له لاسه ورنه کړ، خپل کار ته مو په خورا مینه سره دوام ورکړی و او په لنډ وخت او کمو امکاناتو سره مو وکولی سوه چې د خلګو توجه یوځل بیا فرهنګي مسائلو ته را واړوو.   زه یوه ورځ د طلوع افغان ورځپاڼې په دفتر کې ناست وم،  چې د بي بي سي خبریال ډاکټر علي ارغنداوی را ننووت،  ارغنداوي له توقع خلاف  هلته مېزونه،  کرسۍ،  قلم او کتابونه ولیدل،  سخت متاثر سو،  د خبرو په جریان کې یې وژړل،  ویل یې تېر کال زه له لندنه کندهار ته راغلی وم،  په ټوله فرهنګي مینه د طلوع افغان ورځپاڼې دفتر او دکندهار دولتي مطبعې د لیدلو لپاره راغلم،  چې ګورم دلته ټوپکیانو اطاق کې جوړ کړی،  د چرسو بوی دی او د طلوع افغان ورځپاڼې د مدیر مسؤل په دفتر کې سپی تړلی و،  وایې بس په ژړا له دفتره ووتم.

اوس دادی الحمد لله دهغه سپي پرځای مېز،  قلم،  کمپیوټر او کتابونه وینم او د چرسیانو پر ځای فرهنګي طالبان.

له پورتني کیسې تاسو طالبانو ته د پاته فرهنګي او علمي حالت ښه انځور اخستلی سئ،  دا حالت یوازي دکندهار نه و،  بلکې په ټول هیواد کې همدا ناورین  حاکم و.

طالبانو سره له دې چې په یوه قوي جګړه کې  اخته وو او امکانات یې هم بیخي کم وو،  خو د هیواد ټول علمي او فرهنګي مراکز یې خلاص او بیرته په ښه ډول سره فعال کړل،  په ټول هیواد کې یې مکتبونه لېسې او پوهنتونونه فعال کړل.

د طالبانو په ورستیو دوو کلونو کې تعلیم ته د هرکله په نسبت توجه زیاته سوه چې یوازي د پوهنې وزارت لخوا لکونو شاګردانو ته ۶۰ زره استادانو لخوا درس ورکول کیده،  سره له دې چې هغه وخت طالبان له یوې قوي جګړه سره سره له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس ګریوان وو،  خو د هیواد ۱۸ سلنه بودیجه یې پر تعلیم مصرفوله دا مصرف یوازي د پوهنې وزارت په برخه کې و،  دعالي تحصیلاتو مصارف او بودیجه جلا وه،   د دومره زیاتې بودیجې مصرف شاید په نوره نړۍ کې ونه لیدل سي.

له تعلیمي هڅو علاوه طالبانو ټول هغه نشراتي ارګانونه  فعال کړل چې د تنظیمي جګړو تر دورې مخکې یې فعالیت کاوه او د خپلمنځي جګړو په وخت کې په ټپه دریدلي وو. تر هغو بالا یې ځیني نور نوي ورځپانې مجلې او راډیو ګانې هم فعاله کړې.

مثلا دهیواد پلازمېنه کابل،  کندهار، ننګرهار، بلخ او هرات کې رسمي حکومتي اخبارونه فعال وساتل او په نورو ولایتونو کې یې ۱۰ عنوانه نوي اخبارونو جرېدې او اونیزې خپرولې.

همدارنګه دنورو متفرقه کتابونو او رسالو پر چاپ سربېره یې دمختلفو ادارو له لوري په منظم ډول ۱۱ عنوانه میاشتنۍ او دوه میاشتنۍ مجلې په عصري کمپیوتري سیسټم خپرولې.

شریعت اونیزه،
هیواد ورځپاڼه،
انیس ورځپاڼه،
کابل ټایمز اونیزه،
کتاب میاشتنۍ مجله، دکمکیانو انیس،
روغتیامجله،
دباختر اژانس خبري بولیټن، د مزارشریف بیدار ورځپاڼه،
په کندهار کې طلوع افغان اوونیزه،
په ننګرهار کې ننګرهار اونیزه، دپکتیا وړانګه مجله،
د هرات اتفاق اسلام ورځپاڼه،  خلافت مجله،
کندهار مجله،
الامارة عربي او انګریزي مجله،
الطالب عربي مجله،
خوست مجله،
کنړ مجله او داسي نور…

دغه چاپې مطبوعات په منظم ډول سره دتوزیع ریاستونو لخوا دهیواد ګوټ ګوټ ته او له هیواده بهر مینه والو ته رسیدل.

دا راز هغه وخت  د رادیو افغانستان په شمول چې وروسته یې نوم دشریعت ږغ رادیو سو په هیواد کې ۱۴ نورو رادیوګانو منظمې خپرونې در لودې.

طالبانو دمکتبونو او لېسو تر څنګ پوهنتونو هم پرانستل،  دکابل په شمول په کندهار،  ننګرهار، بلخ او هرات کې دولتي پوهنتونونه فعال سوه چې د زرګونو استاذانو لخوا زرګونو محصیلنو ته درس ورکول کیده او هر کال یې په منظم ډول سره ټولنې ته فارغین وړاندي کول.

یوازي دکابل پوهنتون او پول تخنیک په پوهنتونونو کې ۱۵ زره محصلین د۴۰۰ اوستاذانو لخوا تربیه کیدل.

دعلومو اکاډیمي چې د هیواد په سطحه یو لوړ معتبر اکاډیمیک اورګان دي،  بیرته له سره فعال سو،  پوهاند رشاد او استاد عطایې غوندي علمي سټې ورته را وستل سوې،  هغوی هروخت له نورو علمي او فرهنګي بنسټونو سره په همغږۍ منظمې غونډې کولې،  دوی تحقیقات هم کول چې پر خپل وخت به په کتابي شکل چاپیدل، استاد عطایي خپل مشهور کتاب د افغانستان معاصر تاریخ په همدې مرحله کې ولیکه او چاپ کړ.  د علومو اکاډیمي یوه مجله هم چاپوله مسؤل مدیر یې امین مجاهد و خو دمجلې نوم رانه هېر دی.
دا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت،  د علومو اکاډیمي کابل پوهنتون اونور علمي او فرهنګي بنسټونو لخوا وخت پروخت علمي،  فرهنګي سمینارونه او مشاعرې جوړیدلې، چې د هیواد او له هیواد نه بهر ټولو علمي کدرونو او فرهنګي شخصیتونو به پکې په منظم ډول ګډون کاوه.
پورتنیو علمي او فرهنګي بنسټونو او دهغوی فعالیت ته په کتلو سره سړی ویلی سي چې تر امریکایې اشغال مخکې په هیواد کې په لکونو علمي کدرونه او لیکوالانو شتون درلود او ټولو دهیواد د پرمختګ او د خپلو ارزښتنو په دفاع کې خدمت کاوه،  داچې تېره ورځ ډاکټر اشرف غني د لیکوالانو یوې غونډې ته د تمسخر په ډول ویلي:  چې تر اشغال مخکي دلته د لسو شلو تنو په شاوخوا کې خلګ موجود وو چې لیکل یې کول سخت د تعجب وړه خبره ده،  له دې ښکاري چې ډاکټر غني لکه څنګه چې زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو په اړه ناخبره دی دا ډول دخپل هیواد له نژدې تاریخه هم ناخبره دی او یا دا چې دا سړی سخت متعصب دی له خپل ځانه سیوا هیڅ نسي منلی.

په هر صورت د ډاکټر اشرف غني دا ډول بې مسؤلیته څرګندونې باید عادي ونه بلل سي،  دا د ټول هیواد د علمي کدرونو او فرهنګي شخصیتونو سخت سپکاوی دی،  په دې اړه باید له ارګه وضاحت وغوښتل سي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

عبدالحنان همت صاحب طالبان بیعلمه له سیاسته ناخبره اول داسنجس ضروری ووچه موږدعربوددی ټکردامریکا جواب ویلای سو آی ایس آی دانګریزان پلان دمشرف په واسطه په عملی کۍ بیاکه مشرف له خپله سمندره امریکاته پرافغانستان دحملی ایجازه نه وای ورکړی له طالبانو امریکا حکومت داسی اسانه نسو نیولایی پاکستان هم په عربو ورلډ ټریډ سنټرل ټکر کۍ اوهم یی امریکاته له خپلی خاوری پرافغانستان دافغانستان دتباهۍ اجازه ورکړه که چیری په دوی کی تعلیم یافته سیاست مداران وای عربوته به یی داسلامی عقیدی له رویه پناه ورکړی وای لاکن ددونه غټ تخریب اجازه یی نه ورکوله تاته معلومه ده چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx