ادبي لیکني

ژوند ادبي بهير څه وکړل؟

په فرهنګي  ژوند کې ډېرو وړو او غټو بهیرونو ته لاړم. هلته مې مشاعرې، کره کتنې، راپورونه او نور واوریدل، خو څه مې چې په ژوند ادبي بهیر کې ولیدل، هغه دنورو بهیرونو غوندې نه و.
دلته کره کتنه ـــ کره کتنه وه، مشاعره ــــ مشاعره وه، ادبي راپور یې راپور و او هغه څه مې چې نوي ولیدل هغه د دې بهیر ځانګړې موضوع وه چې نه مې په نورو بهیرونو کې لیدلې وه او نه مې له چا اوریدلي و. چې موږ یا هغوی داسې موضوع لري.
د ژوند ادبي بهیر ملګري راسره دا درې کاله کېږي، چې پېژني، خو دکره کتنې په وخت کې به یې داسې یو پر بل پر ځای نیوکې کولې، چې ما په لومړي سرکې فکر کاوه، چې دوی بیخي نه سره پېژني.
د هغو یوشمېر بې ځایه هڅونو مخه یې نیوله، چې یو څوک به یې دملګرتیا له پاره داسمان شنو ته پورته کړ، دلته یې ورته ښه او بد دواړه په ګوته کول.
ددې ګټه دا شوه، چې لیکوال او شاعر به خپلې نیمګړتیاوې وپېژندلې. د چا په پر بې ځایه هڅونه نه غولیده او هغه یې دژوند مسیر وګرځول.
د ننګرهار پوهنتون د نوم له اوریدوسره دسړي ذهن کې ددې پوهنتون دمحصلینو مظاهرې ګرځي، خو چې کله یې د(ژوند ادبي بهیر) راپورونه په نړۍ جال کې ګورم، نو فکر کوم چې دلته دمظاهرې ترڅنګ ژوندي خلک هم شته چې خپلې ژبې او ادب ته کار کوي.
دمحصلۍ هغه مفلسه او بوخته دوره وي، چې محصل له خپلو چيپټرونو نه اوزګاریږي، خو دوی به مې چې وکتل د ننګرهار هرې ادبي ناسته کې به موجود وو، نو د اخبره مې ومنله که په خپل تحصیلي ژوند کې د ځان له پاره مهال وېش ولري، نو هېڅکله به پاتې رانشې.

نور د ادبیاتو ډېر محصلین مې ملګري دي، خو هغوی یواځې چيپټر زده کړی اوبس. دوی د چيپټر ترڅنګ نور ډېر شیان هم زده کړي.
اوس له هېواد نه لرې یم، خو کله چې ددې یارانو دناستو راپورونه په نړۍ جال کې ګورم، هغه شېبې مې نه هیریږي، چې له دوی سره به يوځای ناست وم.
بله په زړه پورې خبره داده، چې دوی دفېسبوک منظم چلول هم عجیبه دي، د دوی په اکونټ کې د هرې اونۍ راپور او دغونډو خبرتیاوې یې په پرلپسې توګه خپريږي، چې شاید ډېر اوزګارخېل هم داکار ونه شي کړای.
په نورو ادبي غونډوکې د واه واه نه علاوه نور څه نه وي، خو دلته یې دواه واه ترڅنګ یې یوفکر هم ورکړاو فکر کوم، چې دوی به په راتلونکې کې خپل دین او هېواد ته ډېر ژمن پاتې شي.
په ټوله نړۍ کې دقران دحاکميت پرهیله!

ليکوال : شهید عنايت الرحمن فيضان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x