
افغانستان
جوزجان کې د کانونو او پټرولیم وزارت ۳ کار کوونکي وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي، د جوزجان ولایت په قوش تیپې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د کانونو او پټرولیم وزارت د ۳ کارکوونکو د وژلو خبر ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفی په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ماین دغه چاودنه د قوش تیپې ولسوالۍ په جرقدوق سیمه کې د افغان ګاز د تصدۍ په موټر شوې، چې له امله یې د دوه انجینرانو او یو خدماتکي کار کوونکي په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.
په جوزجان ولایت کې د افغان ګاز د تصدۍ موټر په داسې مهال د سړک غاړې ماین هدف ګرځول کیږي، چې تازه په دغه ولایت کې د ګازو دوه نوې څاګانې د استفادې وړ ګرځېدلي او تمه ده چې ددې ولایت د ګازو د استخراج چارې نورې هم پرمخ ولاړې شي.