افغانستان

کندز کې دولتي عسکرو د ولسي وګړو پر کورونو هاوانونه ویشتلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل):د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د امام صاحب ولسوالۍ اړوند «عربیه» سیمه کې عسکرو د ملکي وګړو کورونه پر هاوانونو ویشتلي، چې له امله یې د «عبدالحکیم» په نوم د یوه تن کور تخریب شوی.

د راپورونو په بنسټ، په توپچې برید کې څلور ښځې او ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو پر عامه ځایونو د هاوانونو بریدونه زیات کړي، چې له امله یې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړوي؛ خو حکومت يې په اړه چوپ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حکومت مو پر هاوانونو وژنی، طالبان مو د لارو پر ماینونو. الله مو ټول تباه کړه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx