افغانستان

لوګر کې د پکتیا پر  والي وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د پکتیا پر والي محمدحلیم فدايي وسله وال برید شوی، چې نوموړي ته په کې زیان اووښتی نه دی.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي، حلیم فدايي غوښتل چې له کابل څخه پکتیا ولایت ته راشي، چې د محمدآغې ولسوالۍ «قلعه شیخک» سیمه کې د وسله وال برید سره مخ شو.

نوموړی زیاتوي، په دغه وسله وال برید کې والي ته کوم زیان اووښتی نه دی او ساتونکي یې توانېدلي چې والي روغ رمټ له هغه ځایه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx