افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر لوړپوړی پلاوی اسلام اباد ته روان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ وږي، ۱۳۹۹ل):د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړ پوړی پلاوی د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا عبدالغني برادر اخند» په مشرۍ اسلام اباد ته روان شوی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې به د سولې پروسې په وروستیو جریاناتو، د افغان کډوالو او د دواړو هیوادونو تر منځ د ولسي تګ راتګ او د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو د  رامنځته کولو په ګډون په یو شمېر اړینو موضوعاتو بحث وشي.

شاهین وړاندې زیاته کړې، چې «اسلامي امارت» د خپلې سیاسي تګلارې له مخې له سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو سره د مثبتو اړیکو جوړولو او د سولې په پروسه کې نړیوالو ته د خپل مؤقف او نظر رسولو په هدف وخت ناوخته سفرونه کوي؛ خو په دې وروستیو کې د کرونا له امله دا لړۍ ځنډېدلې وه، چې بیا په پیل شي.

د نوموړي له قوله ، په نږدې راتلونکې کې به د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر لوړپوړی پلاوی داسې مهال پاکستان ته ځي، چې په دې وروستیو کې افغان کډوالو ته تر پاکستان پورې تګ راتګ ستونزمن شوی او تر څنګ یې په سوداګریزه برخه کې هم  افغان سوداګرو ته ستونزې راپیدا شوې.

بل لور ته دا سفر داسې مهال دی، چې د کابل حکومت مشر« اشرف غني» له خپلې ژمنې او د مشورتي لویې جرګې له پرېکړو سره، سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولې، چې ورسره جوخت د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره راټوکېدلې هیلې مړاوې شوي.

د شنونکو په باور، په داسې حال کې چې نړۍ او سیمه سوله غواړي او د افغانستان په ثبات کې خپله ښېګڼه ویني، د طالبانو سفرونه به پر حکومت د سیاسي او ډيپلوماټیک ګوزار کار ورکړي او طالبان به وتوانېږي، چې نړیوال د سولې په برخه کې خپل لور ته را مات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس نو ننواتی شروع شوې چی دا ریښتیا ده که دروغ چی پر ما بندیز لګول شوی. هیڅکله به په هغه چا بندیز ونلګول شی هغه څوک چی اته کاله یی سیاسی او جاسوسی زده کړه د پاکستان په زندان کی کړی. بندیز که لګیدای نو ولی په ابتدا کی ونلګول شو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx