نظــر

يو افغان طالب څنګه د اسامه بن لادن قاتلين ووژل؟

ګرمسیری

دا پېښه د اسامه بن لادن تر شهادت شاوخوا دوې مياشتې وروسته په ۲۰۱۱ء ميلادي کال کې د ميدان وردګو په ولايت کې رامينځته شوه.

امریکايي ځواکونو د غلط راپور پر اساس معلومات ترلاسه کړي وه چې مرحوم اميرالمومنين ملامحمدعمر مجاهد ددې ولايت  د سيداباد ولسوالۍ د تنګي په سيمه کې اوسيږي.

دوی غوښتل چې د شپې له پلوه د تنګي د جوی زرين په سيمه کې د چورلکو په مټ يو لړ پېچلي عمليات ترسره کولو سره ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.

په دې وخت کې ددې سيمې یو تن طالب او متعلم غلام حضرت (ايوبي) چې تازه له دولسم صنف څخه فارغ شوی و د سيمې له يوه قوماندان مولوي محب الله سره په ګروپ کې يوځای شوی و، چې  يوه شپه ددې سیميې د مسجد پر سر پر پهره ولاړ وو چې د چينوک هليکوپتر ږغ سو.

نوموړی پر مولوي صاحب ژغ وکړ چې طياره راغله، چاپه ده، مولوي صاحب امر وکړ چې په راکټ يې ووله.

د بريد پر ځای يوه لوړه غونډۍ وه چې د بريد په مهال هليکوپتر تر لاندې وو چې د شا له خوا د راکټ لانچر مرمۍ په ننوتل او دننه په ماشين کې يې انفجار وکړ چې سمدستي يې اور واخيست او ولويده، سپاره کسان چې شمېر يې دوه ديرش امريکايي عسکر وه ځای په ځای ووژل شول.

تر ويشتلو وروسته امريکايي ځواکونو په سيمه کې يو لړ سخت عمليات پيل کړل ترڅو د پيښې عاملين پيدا کړي، دوه ورځې وروسته ددې ولايت ولايتي مسؤل مولوي احمدالله غلام حضرت ته تليفون وکړ چې دا طياره چا وويشتله؟ نوموړي ورته وويل چي طياره ما وويشتل،  مولوي احمدالله  مبارکي ورته وويل.

ددې خبري په اوريدو سره امریکايي ځواکونو په سيمه کې سخت عمليات پيل کړل چې تر څلورو ورځو وروسته نوموړی په داسې حال کې چې د نورو ملګرو سره يوځای په موټر کې ددې ولسوالۍ د سياو په سيمه کې روان وو، د دښمن تر بريد لاندې راغی او د دريو ملګرو په شمول يې ټول شهيدان کړل.

د سيمې خلک وايي د بريد په مهال د بريد ځای ته ګڼ شمېر هليکوپتر او جنګي الوتکې راغلې وې چې د بريد شاوخوا سيمه يې بيخي له منځه وړې وه.

ترپيښي وروسته امریکايي ځواکونو اعلان وکړ چې په دې پېښه کې يې دوه دېرش هغه سپېشل فورس امريکایی عسکر وژل شوي چې څه موده وړاندې يي په ايبټ اباد کې د اسامه پر کور کامياب عمليات ترسره کړي وه او اسامه بن لادن پکې وژل شوی و.

د وژل شويو امریکايي عسکرو جسدونو ته د درناوي په مراسمو کې له ډېره غمه د امريکا د هغه وخت ولسمشر(اوباما) له سترګو اوښکې توی شوې او ويې ژړل، چې ددې صحنې ويډيو کليپونه نړيوالو رسنيو هغه وخت نشر کړه او ټولې نړۍ وليدل چې يوه تن افغان طالب د ټولې نړۍ د مسلمانانو قهرمان ( اسامه بن لادن ) غچ او انتقام څنګه واخيست او په يوه ټک يې د امريکا د اشغالګر هيواد ولسمشر وژړاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

منتقم ذات ډیر ښه انتقام اخیستونکی دی ، شهید غلام حضرت ایوبی ( الله تعالی دی شهادت قبول کړی) وسیله وه او هغه ته راکټ او راکټ ته مرمی وسیله وه .
الله تعالی دی د ټولو شهیدانو شهادت قبول او ارمانونه پوره کړی . امین یا رب العالمین

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx