ورزش

بايرن مونشن لوبډلې د چمپينز ليګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۹ل): د اروپا اتلانو لیګ د ۲۰۱۹/۲۰ کال سياليو اتلولي المانۍ لوبډلې بايرن مونشن فرانسوۍ لوبډلې پاريس سان جرمان ته په ماتې ورکولو وګټله.

دغه لوبه چې ۹۰ دقيقې په زړه پورې وه بايرن لوبډلې د يو ګول په توپير بريا خپله کړه او د شپږم وار لپاره يې د چمپينز ليګ اتلولي په خپل نوم کړه.

د بايرن مونشن لوبډلې له لوري يوازينی ګول فرانسوي لوبغاړي کينګسلي کومان په ۵۹مه دقيقه کې وواهه.

پاريس لوبډلې چې په لومړي وار يې د چمپينز ليګ پايلوبې ته لار موندلې وه ونه توانېده د نيمار او کيليان امباپی په شتون سيال لوبډلې ته ماتې ورکړي.

https://twitter.com/ChampionsLeague/status/1297638029696339968?s=19

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx