نظــر

زموږ د کلي مکتب

زمونږ دکلی مکتب کوم چی له خامو خټو اوله خامو خښتو جوړشوی وو.کال به چی نوی شو مکتبیان به په خوشحالی دخپل مکتب په لورروان وو خوشحالی وو، مینه و،هڅه او سیالی ووهریوه به دخپلوهمځولوسره  کتابونو داخیستلو هڅه اوسیالی کوله ترڅو نوی کتابونه واخلی استادانو هم په خوشحالی درسونه ورکول ورځی تیریدلی او درسونه مخ په وړاندی تلل هره ورځ به له بلی وررځی ددرسونه دزیاتوالی دشاګردبوختیا سبب ګرځیده دپنجشنبی دورځی په راتګ به شاګردانودخوشحالی زیری کول وخت تیر نه وو چی ددولت لخوا د (دوه تورو ،دزمری غاښ، دپړانګ،دګیدړی …….)اوداسی نورو په نامه دعملیاتو اعلان وشو کله چی ددولت ګډځواکونه (ملی اوردو،ملی پولیسو،ملی امنیت+(امریکااوناتو))قواووپه ملتیا زمونږه په ولسوالی دعملیاتو اعلان وشو ترڅوساحه له مخالفینوڅخه پاکه اوتصفیه کړی .نوموړی ځواکونه کله چی دپلان شوی ساحی دتصفی لپاره راغلل نو په مکتب کښی یی خپل زغروال وسایط ځای په ځای کړل اودقوماندی مرکزیی زمونږه دکلی مکتب وټاکلوجنګ اوتصفوی عملیات دوه دری ورځی ونیولی دتلفاتو په اړه به څه نه وایوامادتصفی وی عملیاتوپه ترڅ کښی زمونږه دمکتب استادان یی شهیدان اویابندیان کړل.
رابه شو اصلی مطلب ته هغه دا چی په کلی کښی اوازه خپره شوه چی قوه ووته (په کلو کښی دفوځ راتګ یوی ساحی ته دقوی په نوم مشهوره ده )شاګردان دمکتب په لور7.30اوبعضی چی لږلری فاصله کښی ووپه 7بجو دسحر یی مخ دمکتب په لورپه خوشحالی سره روان شول کله چی مکتب ته رسیږی ګوری چی دمکتب دټولګیو شیشی دجنګ له وجهی ماتی دیوالو نه یی زخمی زخمی دی او انګړدمکتب له پوچکو ډک دی دمکتب کتابخانه په ګولی لیګیدلی اوکتابونه سوزیدلی دی چوکی ماتی شویدی اویاداربکی ملیشولخواچوراوتالان شویدی لنډه داچی د ی حالت دوام وکړاو هرځل به زمونږه دکلی مکتب دامریکایی ځواکونودقوماندی مرکز او قطعه منتظره ووهغه مکتب کوم چی دهغه له برکته  تکړه نظامیان،استادان ،ډاکتران …انجینران …ددی ملک دخدمت لپاره جامعی ته تقدیم شوی ؤ.

اوس هغه مکتب ړنګ شو اوشاګردانو ته هغه خوند اوزوق کوم چی دمکتب سره یی درلوده نه ده ورپاتی.

خوددافغانستان تش په نوم دجورنالستانواتحادیه بغیرله تحقیق اومعلوماتوپه درزکښی اعلانونه اودصوتی اوبریښنایی رسنیوڅخه وایی چی مخالفینومکتبونه وسیزل ،ددولت مخالفین دمکتب دښمن بولی امادانه وایی چی مکتب خودیرغلګروځواکونودجنګ دقوماندی مرکز ګرځولی دی دمکتب انګړیی په توروباروتوسیزلی دی صنفونه یی ټول ړنګ کړیدی دشاګردانودلوبومیدان یی دډی سی ،بی ام اوهاوان میدان ګرځولی دی.
شاګرد یی په ګولوسوری سوری کړی دی استاد یی دتوروریست په نامه په زولنوتړلی .
هغه دشاګردبنیادی روزنی اودملک دریښتینی بچودروزنی ،تربی اودزوق ساحه یی دانسانانودوژنی قصابه جوړه کړی دی.
نورباید مونږه  افغانان باید په دی وپوهیږوچی زمونږ دتعلیم ،پیشرفت اوملی منافعودښمنان راغلی یرغلګردی چی له مونږه څخه یی ازادی ،استقلال تعلیم ،ملی وحدت اخیستی دی.

لیکونکی :عمرافغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x