نظــر

د مامور صيب استقبال او د ولسمشر غني مخالفت!

عبدالحمید راشد

پرون ننګرهاريانو د اشرف غني مامور صيب ته دومره په اخلاص مبارکيانې شروع کړي، چې حد يې نشته ، ستاينه يې دومره په لوړ حد کې ده ، چې سارى يې نه لېدل کيږي ، خو له بل خوا د هېواد ولسمشر چې امرخېل صيب يې نږدې دوست او اکثره مشورې به يې له امرخېل صب نه اخېستې هغه ته ګل جان لېونى او د هېواد او سولې دښمن وايې، که ولسمشر سم نه وي نو طبعا واليان به يې هم سم نه وي د ده دفرمان په اساس به ګمارل شوي وﺯيران ، واليان ، او لوړ رتبه چارواکي به هم سم نه وي ، دا څنګه کېداى شي چې د ولسمشر کارونه له يوې مخې منفي حساب کړو ، د هېواد او سولې دښمن يې حسابوو ، ګل جان لېونى ورته وايو خو چې د  مامور خبره يې شي بيا هغه سم د سړي بچى شي.

يو بام او دوه هوا

همدې ته وايې….

کنه نو بيا هسې د ولسمشر نوم مه بدوې هغه سم سړى دى، ځکه ټول يې په شاوخوا کې مخلص راټول دي.

امرخېل صيب د ولسمشر دومره نږدې دوست او ژمن ملګرى دى ، چې تر اوسه امرخېل د ولسمشر په هره ناروا دومره قوي بښې وهلې چې اټکل يې نه کيږي ، او د اشرف غني او امرخېل هېڅ مخالفت ندې راغلئ.

له يوې خوا  ولسمشر او په ارګ کې شته وګړي د سولې په دښمنۍ ، او د سوله غوښتونکو په ترورونو متهم کوي او له بل لورې بيا د ارګ له فلتر څخه راوتلي اشخاصو ته  په خلوص کې د  ملائکو مراتب وړاندې کوي.

وروستي ترورونه د هغه چا ترورونه وه جې په نړيواله سطحه يې په علميت کې سارى نه لېدل کېده .

ارګ کې که دا وژنې نه پلان کيږي، نو ارګ ته خو نږدې په څو کېلومترۍ کې صورت مومي نو ولې ارګوال د دې وژنو مخنېوي کې پاتې راغلي دي.

بل دا چې د سولې مخالفت او سولې ته د خنډونو له ايجاد وروسته هر  افغان شهېد کيږي ، بايد ارګ او ارګ مېشتو ته يې په ﺯغرده منسوب کړو.

پوهېږو چې د ارګ ولسمشر اشرف غني هېڅکله د سولې مخالفت په ځانته نشي کولاى ، څو ورسره مخلص ضيأالحق امرخېل شريک او ملاتړ نه وي.

هېله کوم؛

اقلا د اعتراض په شکل د خپلو مشرانو شهېدانو دفاع وکړئ ، که د ﺯړه څخه يې نه کوئ د خلکو د شرمه خو يې وکړئ.

په پروفايل به مو د دوکتور شهېد عبدالباقی عبدالکبیر عکس لګولى وي، او مبارکي به هغه چاته ورکوئ چې د دوکتور امين او ډېرو نورو هېوادوالو په شهادتونو کې د ارګ سره کاملا سهيم پاتې شوې وي.

ﺯه خو د خپلو مشرانو او سوله خوښونکو وګړو ملاتړ د سر په بدله هم کوم، نور مو خوښه خپله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx