افغانستان

طالبانو زابل کې ۳ تنه مسلح غله او قاتلین نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل): له مسلحو او لوټمارانو سره د مبارزې په سلسله کې طالبانو د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې ۳ تنه هغه مسلح غله نیولي، چې یو مسافر یې له لوټلو وروسته وژلی ؤ.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، چې نیول شوو غلو پرون په شاجوی ولسوالۍ کې یو هزاره توکمه مسافر له لوټلو وروسته وژلی ؤ، چې د سیمې طالبانو له خبرېدو سره سم د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي:

«د زابل ولایت د شاجوی په ولسوالۍ کې تیره ورځ ۳ تنومسلحو غلو چي حبیب الله اوحمیدالله د روزګان او عبدالحنان د زابل اوسیدونکی وو یوهزاره توکمه مسافرشهیدکړی وو، ښځې او ماشومان یې په یوه شیله کې کښته کړي ول او موټر یې ورڅخه غلا کړی وو چې له خبریدو سره سمدستي مجاهدینو تعقیب کړل او ډیرژر یې ونیول.»

په زابل ولایت کې ۳ تنه مسلح او قاتلین په داسې مهال د طالبانو لخوا نیول کیږي چې کابو یوه میاشت وړاندې هم طالبانو په زابل ولایت کې د لویې لارې څلور تنه نیولي او خپلو اسلامي محاکمو ته سپارلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Tooba Jan

الله مو په سر او مال برکت کړه زموږ زمریانو طالبانو الله په خیر او سلامتی راوله زموږ د زړونو سرونو طالبانو الله مو کامیابه لره د رحمان لښکرو طالب زمریانو

طوطی

ریښتیا چی په هر څه کی عیب او هنر شته. د طالبانو عیبونه زیاد دی خو د هغوی هنر هم کله کله ننداری ته وړاندی کیږی لکه دا د غلو سزا او نیول یی. آپرین.

غوربندي

غ حضرت صاحب بايد دلته خپل نظر څرګند کړي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x