افغانستان

غزني: د دهیک ولسوالۍ مرکز کې موټربم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ پر مرکز د موټربم چاودنې خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه تیره شپه ۳ بجې د ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۹ عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده رسنیو ته ویلي، دا برید د طالبانو لخوا د ولسوالۍ پر مرکز شوې او په ترڅ کې یې ۳ عسکر وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، له موټربم برید سره همهاله طالبانو تیره شپه د دهیک ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو هم بریدونه کړي، چې په خبره یې د دولتي عسکرو لخوا په شاتمبول شوي دي.

په ورته مهال د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمدخان سیرت رسنیو ته ویلي، چې طالبانو تیره شپه د غزني ولایت مرکز اړوند یو شمېر سیمو باندې هم بریدونه کړي؛ خو د تلفاتو په هکله یې بې خبري ښودلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx