
کندز کې دولتي عسکرو «مهمه قرارګاه» طالبانو ته پريښې ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل):د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یوه مهمه قرارګاه، طالبانو ته پريښې ده، چې دولتي سرچینې یې شاته تګ نوموي.
د شمشاد د راپور په اساس، د «قرغان تپه» په نوم یاده قرارګاه له دې امله مهمه ده، چې طالبان کولای شي د امام صاحب ولسوالۍ ټولې دولتي ادارې ادارې ترې په نښه کړي.
#Afghan Forces have evacuated an important base in Emam Saheb District of #Kunduz Province Sunday night without fighting with the Taliban, local residents said.
A local official says the base has been evacuated for tactical issues where almost 60 soldiers were based. #Afghanistan pic.twitter.com/fbxey8zGI3— ShamshadNews (@Shamshadnetwork) August 24, 2020
د قرغان تپې مهمه قرارګاه داسې مهال د طالبانو لاس ته لوېږي، چې د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکو او د ولایتي شورا وکیلانو وړمه ورځ د کندز د امنیت په پار لاریون ترسره کړی و او حکومت یې تورن کړی وو، چې په نمایشي کارونو بوخت دی او د ولایت امنیت ته هیڅ پاملرنه نه کوي.
د کندز اوسېدونکو او د ولایتي شورا وکیلانو د لاریون په مهال امنتیتي ځواکونه او چارواکي په «بې کفایتۍ» تورنول او ادعاء يې درلوده، چې چارواکي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د خپلواکۍ جشن لمانځي؛ مګر طالبان د کندز تر دروازو رارسېدلي.
د کندز د ولایتي شورا وکیل «رباني رباني» اعتراف کړی، چې د یاد ولایت په اتیا سلنه خاوره باندې طالبان حاکم دي او یوازې شل سلنه یې د حکومت تر واک لاندې ده.
د نوموړي له قوله، که د کندز امنیت ته پاملرنه ونشي، حکومت ته ور پاتې شل سلنه کندز به هم له لاسه ووزي او یاد ولایت به یو ځل بیا سقوط شي.