افغانستان

«پنجشیر ته د کرام الدین کرام د نیولو لپاره ورغلي عسکر ځایي خلګو راشړلي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل):د فوټبال فدراسیون د پخواني رییس «کرام الدین کرام» د نیولو په هدف پنجشیر ولایت ته تللي دولتي ځواکونه د سیمې خلګو بیرته را شړلي.

د پنجشیر د والي مرستیال وایي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو له سیمه ییزې ادارې او امنیتي چارواکو  سره له همغږۍ پرته د کرام الدین کرام په نیولو ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل؛ خو د نوموړي په نیولو ونه توانېدل.

د والي مرستیال که څه هم د کرام الدین کرام په نیولو کې د عسکرو  د ناکامۍ د لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې د «اماج نیوز» په نوم له یوې پاڼې خپره شوې ويډیو کې ښکاري، چې ځایي خلګ د یوه دولتي موټر شیشې ډبوي او بالاخره یې په شاتګ ته اړوي.

https://twitter.com/AamajN/status/1297728349859717120?s=20

د اماج نیوز د راپور په بنسټ، د سیمې خلګ د کرام الدین کرام نیول د سیاسي انګېزې په اساس بولي او له امله یې امنیتي ځواکونو ته اجازه نه ده ورکړې، چې تر نوموړي ورسېږي.

کرام الدین کرام د افغانستان د فوټبال فډراسیون رییس چې د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تور ورباندې دی، د محکمې له لوري د حبس تر څنګ د یو میلیون ډالري جریمې د اداء کولو حکم هم ورباندې شوی.

کرام چې ویل کېږي، پنجشېر کې مېشت دی؛ د یو شمېر دولتي چارواکو له پراخ ملاتړ برخمن دی او همدا لامل دی، چې دولتي ځواکونه یې نیولو ته رسېدای نشي.

څه موده وړاندې اشرف غني په یوه غونډه کې د پنجشیر خلګو ته خواست کړی و، چې کرام الدین کرام له خپل ولایته وباسي.

غني د پنجشیر خلګ د لوړو ارزښتونو خلګ یاد کړي وو، چې دده له قوله، د کرام الدین کرام په څېر خلګ یې له ملاتړ برخمن کېدای نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

They probably did not want to capture him. Just to show to the international community and Afghans that the Kabul admin did attempt to capture but got missing in the mountains.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx