افغانستان

د بادغیس د خلکو لخوا رټل شوی جمعه ګل همت د کابل امنیه قومندان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د بادغیس د ولسونو لخوا رټل جمعه ګل همت د کابل ولایت امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې مل پاسوال جمعه ګل همت د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه ګومارل شوی دی.

جمعه ګل همت تردې وړاندې د هلمند او کونړ ولایتونو امنیه قومندان، ددفاع وزارت د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان او یوه اونۍ وړاندې د بادغیس والي ټاکل شوی ؤ، چې د خلکو لخوا یې مخالفت او له دغه ولایت څخه وشړل شو؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې نوموړی به د کابل ښار امنیه قومندانۍ کې څومره وخت پاتې شي او د ښار په امن او نظم کې به څومره پرمختګ وکړای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښار کې د وروستیو امنیتي پېښو په غبرګون کې تیره ورځ د کابل پخوانی امنیه قومندان امان الله واحدي له دندې څخه لرې کړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx