شعـــــرونه

نۀ په خفګان، نۀ په ژړا راځي/ خدرخېل

جانان خدرخېل

نۀ په خفګان، نۀ په ژړا راځي
نۀ په زارۍ، نۀ په دعا راځي

د ګورستان په سفر تللي ځوانان
ورځ د قیامت به وي چې بیا راځي

د شهید قبر نه خوشبو را درومي
د شهید قبر نه رڼا راځي

دومره په چیغو چیغو وژاړمه
چې بیا مې خپل ځانته خندا راځي

سترګې باڼۀ به ورته وغوړوم
په کومه لار چې مې اشنا راځي

د چا په مینه باندې کار نه لرم
له خپلې مینې نه حیا راځي

د نړۍ بام نه یې خدای وغورځوي
په بد نظر چې په دې خوا راځي

د جومات خلک خود پاڅېږي پسې
ارګ ته چې سپی د کلیسا راځي

د چا زړۀ ښۀ وي “خدرخېله” که بد
خو ازادي به خامخا راځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx