شعـــــرونه

اختر دی/ عبدالغفار سربڼ

عبدالغفار سربڼ

نوي نسل په اسرارو ښه خبر دی
هر ناولی دير ميين په زور او زر دی

دا وطن د هر سر زوري مقبره شوه
سر يې غوڅ شه څوك چې يار د يرغلگر دی

نن ملك زمونږ په كلي كې نوكر دی
چې غږیږي ته به وايې چې ابتر دی

په سرو وينو كې لمبیږي هره سيمه
په شميره د جنازو هم بې خبر دی

خر په ونو خيږوینه  هله گوره
پښتانه په دې پوهیږي چې خر، خر دی

په مرگي هم نه خلاصیږي له زنجيره
دشمن پاله له پرديو نه بد تر دی

دی په پټه له كافر سره افسر دی
خلك وايي چې پخپله هم كافر دی

كله بم كله راكټ باندې ويشتل كا
هر يو كور چې اوس نړیږي  د بزگر دی

پښتونخوا كله بيليږي  په تارونو
كه لږ ځیر شي دا ستم په لر او بر دی

كله وايي د پوهانو پوهيالی دی
ټول وطن دده له لاسه در په در دی

خلك ژاري له ډیر غمه چې دی گوري
داسې خاندي ته به وايې چې اختر دی

يرغمل دي چا نيولي زندانونه
اسيرانو ته په نره زورور دی

غل له غله سره اخته دی په تالان كې
يو خاين له بل خاين سره همسر دی

ليونتوب به دي تباه كري ناببره
ای مخ توره ځان تيار كه چې محشر دی

دا ولس كله ماتيږي وطنوالو
ساتندوی د پای لوڅانو يو لښکر دی

دين دې ساته وطنداره له دښمن نه
د بې ننگو په لاسونو كې خنجر دی

ته تر كله په دې غرونو كې اوسېږې
خامخا دې په ازغيو كې بستر دی

مه زوريږه همايونه له دې حاله
پښتون قام خو له بې پتو مُرَوَرْ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx