
مالګه چې خرابه شي څوک به یې سمه کړي؟
ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني
عربو کې یو کوچي په خپله قبیله کې واده وکړ ، مېرمن یې ډېره ښایسته دینداره او د ښو اخلاقو او آدب څښتنه وه ، د واده څخه د یو کال په تېرېدو یې په کلي کې له یو کلیول سره شخړه رامېنځ ته شوه کلیوال یې وواژه.
له خپل قوم او کلي لرې بل قوم ته په کډه شول، هلته به کوچی ځوان همېشه د نورو کلیوالو په څېر ددې قوم له مشر او ملک سره ناست و ، یوه ورځ ددې قوم مشر ددې ځوان د کور له مخې تېرېده چې دده په مېرمن یې نظر پرېوت ، څه ګوري چې یوه ښایسته ښاپېرۍ ده.
ملک صاحب ددې مېرمنې د ښایست په سحر کې را ګېر شو ، ملک ته یو شیطاني فکر ور پیداشو ، ول ددې مېرمنې خاوند به په څه وجه څو ورځې له کوره لرې کړم؟ ترڅو مېرمن یې یواځې پاتې شي او زه خپل نا مشروع خواهش پوره کړم! ملک بېرته هغه مجلس ته راستون شو .
عرب د پخوا په څېر اوس هم دا عادت لري چې پر کوم ځای بارانونه وشي هلته څه خلک لېږي تر څو د څارویو لپاره د شنو وښو د شتون او نه شتون خبر واخلي ، بیا خپل مالونه هملته بیا یي اګر که هغه څومره هم لرې وي.
ملک مجلس ته په رسېدو وويل : داسې مې واورېدل چې په فلاني ځای کې ډېر ښه پسرلی دی ، غواړم هلته درې څلور نفر ورولېږم! ترڅو دا معلومه کړي چې هلته رېښتیا هم پسرلی جوړ دی او کنه ؟
دوه درې نفر یې په ګوته کړل څلورم یې د هغې مېرمنې خاوند په ګوته کړ ، ول تاسې به دغه کار ترسره کړی ، ټولو ورسره ومنله ، د یادولو وړه ده چې هغه ځای ته چې دوی ورځي د دریو شپو او ورځو د تګ راتګ لار وه.
سهار وختي خلک روان شول ، ورځ تېره شوه شپه شوه ، شپه پخه شوه کلیوال په خوب ویده شول ، ملک د مېرمنې په لور وخوځېد ، مېرمن په خوب وېده ده ، مخکې تر دې چې ور ننوځي مېرمنې د خیمې په دروازه کې د پښو د آواز په آورېدو راپورته شوه ، چیغه یې کړه ول دروازه کې څوک یې؟
هغه وویل زه ددې قبیلې ملک یم ، مېرمنې ورته وویل! خدای دې راوله ، خو په دې نیمه شپه څه غواړې؟ ملک وویل: ستا ښایست او جمال زه حیران کړی یم زما زړه او عقل یې له ځان سره وړي ، اوس ستاسره یوځای کېدل غواړم!
مېرمن چې ډېره زېرکه هوښیاره وه ورته وویل: زما سره یو پېچلی سوال (معما) ده که په هغه پوهه شوې نو ستا غوښتنه به پر ځای کړم! ملک وویل هغه څه ده؟
مېرمنې ورته وویل: ددې په خاطر چې غوښه وچه او خرابه نه شي خلک مالګه پرې أچوي ، ( اوس که مالګه خرابه شوه نو څنګه به یې سمه کړو؟ ) او دایې هم ورته وویل چې ته کولی شې په حل کولو کې یې له بل چا هم مرسته وغواړې ملک وویل سمه ده زه به یې راتلونکي شپې ته ځواب راوړم.
ملک غلی غلی ورو ورو پټ پټ کور ته ځان ورساوه ، د معما په حل کولو یې شپه تېره کړه ، خو څه په لاس نه ورغلل ، ورځ شوه خلک یې مجلس ته راغلل خبرې أترې کیږي ، ملک له خلکو ددې معما په أړه وپوښتل ، هرچا د خپل علم او پوهې په اندازه ځواب ورکړ ، مجلس کې یو سړی دی چې ځواب نه وایي.
خلک د مجلس څخه په کمېدو شول ، هغه سړي ورته وویل چې ملک صاحب زه ددې ځواب درکوم خو چې زه او ته یواځې شو! ملک ول سمه ده یواځې شول ، سړي ورته وویل: ملک صاحب که زما ګومان خطاء نوي نو ته داسې یوې مېرمنې ته په غلط نظر ورغلی یې چې هغه د ډېر لوړ حیثیت څښتنه ده.
دا ښځه چې هرڅوک ده په علم او پوهه کې او هم په دین او آدب کې لوړ مقام لري ، هغه غواړي تاته د یو ورور په حیث سبق در کړي ، او نه غواړي تا په خپل قوم کې وشرموي او هم دې له لاسه ورکړي ، او نه غواړي ستا په څېر مخور او قوي شخصیت ددوی په دښمنانو کې وشمېرل شي.
او هغه د خپل خاوند په شتون او نه شتون کې د ځان ساتنه کوي ، آیا پوهېږې هغې تاته او ستا په څېر نورو ته څه وویل؟
هغې دا وویل چې إې د عربو مشرانو! تاسو ددې قوم او وطن لپاره مالګه یئ ، او د کلي مشر د کلي مالګه ده ، که په کلي کې یو څوک فاسد او خراب شو هغه د کلي د مشر په واسطه سمیږي ، لکه غوښه چې په مالګه سمیږي ، او که د کلي مشر فاسد او خراب شو لکه مالګه چې خرابه او فاسده شي نو څوک به یې سم کړي.
ددې ځواب په اورېدو د ملک ويده ضمیر راویښ شو ، په هغه څه چې ترې شوي و ډېر خجالت شو ، ملک ورته وویل: سړیه د حقیقت سينې ته ور ګوز شوې ، د خدای په خاطر په ما پرده واچوه ، خدای دې په دنیا و آخرت شرم حیاء وساته.
اللهم صل وسلم علي سيدنا محمد وآله و عترته بعدد كل معلوم لك
که څه هم خلګ وائی: ” د مَلَک مخ ته او د قاطری شا ته مه تېرېږه ” خو بیا هم دې مَلَک د وحشت څخه کار نه دی اخیستی او ځان ئې د دارینو له بدبختی ژغورلئ دی. الله سبحانه و تعالی دی هیڅ مسلمان او انسان ته دا توفیق نه ورکوی چی پر یوې ښځی تجاوز وکړی ځکه د یوې ښځی د عفت او عزت د پردې په څیرلو ډېرو کسانو ( خپله ښځی او د هغې نژدې خپلوانو ) ته سخته روحی صدمه رسېږی چی درد ئې د قتل تر درد په کمه نه دی البته د… نور لوستل »