افغانستان

اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر سره د سیمه ییزو همکاریو او سوداګرۍ په پياوړتیا غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د تاجکستان له ولسمشر «امام‌ علي رحمان» سره ټلیفوني خبرې کړي او د ټرانزيټ، سوداګرۍ او سیمه ییزو اړیکو په پراختیا ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه تلیفوني مکالمه کې «د دوه اړخیزه اړیکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د امو سیند سواحلو په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو بحث وشو.»

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ټینګ ملاتړ وکړ او د جمهوررئیس له دریځ څخه د ملاتړ ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې تاجکستان به په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان ترڅنګ وي او د افغان حکومت د دریځ ملاتړ  کوي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، د واړو مشرانو یو بل ته د سفر بلنې تبادله  او د دواړو له لوري ومنل شوې.

دغه خبرې داسې مهال دي، چې څو ورځې وړاندې «علي رحمان» د امو سیند له ها غاړې د بدخشان ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره خبرې وکړې او د هغوی له لوري د مرستو غوښتلو په غبرګون کې يې ورسره د همکارۍ او مرستې وعده وکړه.

له امام علي رحمان څخه د بدخشان د اوسېدونکو مرستې غوښتنې پراخ غبرګونونه راوپارول او دا د حکومت لپاره شرم وبلل شو، چې په موجودیت کې یې افغانان له نورو هیوادونو مرستې غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx