افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله د بندیانو تبادلې د بشپړولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» د بندیانو د تبادلې د بشپړولو او د بین الافغاني مذاکراتو د سمدستي پیلولو غږ کړی.

عبدالله پر ټويټر لیکلي، چې سوله د افغانستان خلګو ته لومړیتوب لري او په خبره یې، په مشورتي لویه جرګه کې دې موضوع ښه انعکاس وکړ او د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې د شته خنډونو په له منځه وړلو ټینګار وشو.

عبدالله وړاندې زیاته کړې «موږ د بندیانو د تبادلې د بشپړلو او په سمدستي توګه د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو غوښتونکي یو تر څو د ملت کړاو ختم شي.»

د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې د پيلېدو په وړاندې د خنډونو لیري کولو غوښتنه داسې مهال ده، چې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د اشرف غني د فرمان له لاسلیک سره، سره غني د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولې او په دې توګه بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته راټوکېدلې هیلې مړاوې شوې.

حکومت ځیني وخت ادعاء لري چې یو شمېر بهرني هیوادونه د پاتې بندیانو په خلاصېدو نیوکې لري او کله بیا د طالبانو په بند کې پاتې کمانډو عسکر او پيلوټان د طالب بندیانو د نه خلاصون لامل ګڼي.

ورته مهال طالبان بیا حکومت مشرتورنوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ ېدو او د خپل واک د دوام په خاطر د پاتې طالب بندیانو په خلاصون کې ناغېړي کوي.

د بندیانو د تبادلې په سر د طالبانو او حکومت اختلافات داسې مهال دي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړپوړی پلاوی تېر ماښام د پاکستان په رسمي بلنه له دوحې اسلام اباد ته روان شوی او تمه ده د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغان سولې په وروستیو جریاناتو وغږېږي.

د شنونکو په باور، سوله غوښتونکو سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو ته د طالبانو سفرونه به حکومت د سولې په موضوع کې نور هم حاشیې ته کړي او طالبان به وکولای شي، نړیوال او سیمه ییز هیوادونه په دې برخه کې خپل لوري ته را مات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د څو مخو غلامانو بلواکه او څو مخی څرکندونی : لمړی : غلام غنی د دوحی له توافق او لاسلیک کولو وروسته حق نه درلود او نه لری چه په خلاف یی نور او نور ساختګی او منافقانه دریزونه ونیسی او نن یوه او صبا بله او بله څرګندونه وکړی غلام غنی د خپلی میرمن سره د خلوت د پاره هم جواز او قوماندی په انتظار وی. دوهم: بیا یی ویل چه بندیانو کی جنایی مجرمین ، د مخدره موادو سوداګر او خارجی اتباع شتون لری مګر تر اخره یی یو سند هم وړاندی نه کړی دریم : ۴۶۰۰ یی… نور لوستل »

مجاهد

څلورم : غلام غنی د ملت وروسته اصلی بادارانو ته ( چه دی یی ارګ ته ننویستلی ) اخری مرجع ته مراجعه کوی هغوی ورته د نه خوشی کولو امر کوی . پنځم : غلام عبدالله چه به غلامه اداره کی دوهم کس دی هغه هم حیران باتی دی لیکی چه [[ د بندیانو د تبادلی غوښتنه کوی او غوښتنه هم په مات ګوډ انګلیسی ژبه او هغه هم په تویتر کی لیکی د تویتر رسمی ژبه یواځی انګلیسی ده پشتو او فارسی نه شی لیکلی ؟ ]] اولی دی د غلامی اداری دوهم سړی دی که غلام نه وی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx