افغانستان

کندوز کې د قومندان په ګډون ۶ مسلح دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له پنځو ورځو کلابندۍ وروسته د قومندان په ګډون ۶ مسلح دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او پاتې نور د ولایت مرکز ته «تښتېدلي» دي.

طلوع نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امام صاحب ولسوالۍ ستراتيژيکې سیمې«قرغان تېپه» کې کلابندو ۱۷ دولتي عسکرو له ډلې څخه تیره شپه اته بجې یو عسکر وژل شوی، د پوستې د قومندان په ګډون ۶ تنه عسکر له یو عراده هاموې ټانګ، وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي او پاتې لس تنه نور د کندوز مرکز په تېښته بریالي شوي دي.

طالبانو هم په امام صاحب ولسوالۍ کې د مهمې پوځي قرارګاه او ۶ دولتي عسکرو د ژوندي نیولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

نصر من الله و فتح القریب

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx