افغانستان

فیلیپین کې خونړۍ چاودنو ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د فیلیپين سویلي ایالت سولو مرکز جولو کې د خونړۍ چاودنو له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

دا چاودنې نن د دوشنبې په ماسپښین یوه بجه هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې لومړی یو شکمن تن په موټر سایکل کې ځای پرځای شويو توکو ته چاودنه ورکړه، ورپسې کله چې خلک او پولیس د لومړۍ چاودنې ځای ته راټول شول دوهم په ځان پورې تړلو چاودونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

الجزیرې تلویزیون د فیلیپین د ځایې چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په دغو دواړو چاودنو کې د ۷ پوځیانو او ۶ ملکیانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او ۷۵ نور ټپيان دي.

د فیلیپین ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دغه چاودنې غندلي او پولیسو ته یې د چټکو تحقیقاتو سپارښتنه کړې ده.

تراوسه ددې چاودنو مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو فیلیپيني چارواکو یې پړه د ابوسیاف پر اسلامپاله ډلې وراچولې ده.

د ابوسیاف اسلامپاله ډله چې د فیلیپين په سویل کې له تیرو څو کلونو راهیسې له حکومت سره په مبارزه بوخته ده، څه موده وړاندې یې د داعش جګړه مارانو سره اتحاد اعلان کړی ؤ.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx