افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالب پلاوی سبا د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ وږي، ۱۳۹۹ل): له دوحې څخه د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړپوړی پلاوی «اسلام اباد» ته تللی او تمه ده سبا د یاد هیواد  د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره وګوري.

دغه پلاوی چې تېر ماښام له دوحې اسلام اباد ته روان شو، د طالبانو د سیاسي دفتر ویایند «سهیل شاهین» يې په تړاو پر ټویټر ولیکل، چې یاد پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر کوي او د خپل سفر په مهال به   د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو وروڼو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي.

د شاهین په خبره، د سولې په برخه کې د خپل مؤقف او نظر د رسولو په خاطر به سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو ته د طالب پلاوي سفرونه دوام ولري.

شاهین که څه هم د پلاوي د غړو نومونه په ډاګه نه کړل؛ خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، د پلاوي په ترکیب کې تر ملا برادر اخند ها خوا خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري، شهاب الدین دلاور او عبداللطیف منصور شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» نن سهار په یوه خبري ناسته کې اسلام اباد ته د پلاوي رسېدل تایید کړي او په خبره یې، دی به سبا ورسره ناسته ولري.

د رسنیو د راپورونو په اساس، طالب پلاوی به د خپل سفر په مهال د پاکستان له ملکي او نظامي چارواکو سره لیدنې ولري او د افغان سولې په پروسه او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

سیمې ته د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو د سفرونو لړۍ داسې مهال پیلېږي، چې کابل حکومت د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره، سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ درولې، چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات له مبهم برخلیک سره مخ شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پر دوی خو بندیز لګیدلی وه نو بیا څنګه چی پاکستان ته یی منډې کړې؟

وطن دوست

ورشه بچو بادار ته په پښو کی ځان واچوه او د ځان لپاره باج واخله ورشه.
الله ته به ورځی بل اخیره

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx