روغتیا

نړۍ کې په لومړي وار یوه کس ته دویم وار کرونا لګېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د کرونا وبا له ۸ میاشتو زیاته موده تېره شوه خو تر دې دمه ددې ویروس په بېلا بېلو اړخونو هیڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې طبي پوهان په دې اړه څيړنې کوي چې ایا یو وار په کرونا اخته شوی کس وروسته بیا پر دغه ناروغۍ اخته کیږي که نه؟

په دې اړه مختلف نظرونه وړاندې شوي، ځینې وایي چې یو ورا پر کرونا اخته کېدل دا بدن کې ددې ویروس پر وړاندې د معافیت سیستم پیاوړی کوي، خو ځینې نور بیا دویم وار د راتللو امکان ښيي.

اوس پوهانو په نړۍ کې په لومړي وار د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په دویم وار د اخته کېدو پېښه ثبت کړې ده.

د هانګ کانګ څيړونکو په یوه کس کې د دویم وار لپاره د کرونا د پېښې تصدیق کړی دی. د هانګ کانګ پوهنتون څیړونکو د اګست په ۲۴مه په یوې اعلامیه کې ویلي چې یو کس له ۴ نیمو میاشتو وروسته دویم ځل د کرونا ښکار شوی دی.

له دې ۴ نیمې میاشتې وړاندې ددغه ناروغ د کرونا څخه درملنه شوې وه چې اوس په کې یو وار بیا دغه ویروس ثبت شوی دی.

پوهان وایي په اغیزمن شوي کس کې د کرونا نښې د پخوا په څېر نه دي، خو له اروپا څخه هانګ کانګ ته د راستنېدو پرمهال یې په عادي معاینه کې کرونا ثابته شوه.

له دې وړاندې هم ځينې داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګواکې په یوه کس کې د دویم وار لپاره کرونا ثابت شوې خو وروسته د ناقص معایناتو پایله ښودل شوې ده.

د کرونا پوهان وایي، یو کس چې یو ځل په کرونا اخته شي هیڅکله دویم ځل نشي اخته کېدلی، که چیرې داسې وشي دا معنا ورکوي چې ددغه کس لومړنۍ درملنه سمه نه ده ترسره شوې او په نوموړي کې د کرونا ذرات پاتې شوي دي.

باید وویل شي چې کرونا وبا تر دې دمه په نړۍ کې له ۸۰۰ زرو زیات کسان وژلي په داسې حال کې چې نږدې ۲۳ نیم ملیونه کسان له دغې ناروغۍ څخه اغیزمن شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx