افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د پاتې بنديانو په نه خلاصون د غني ټينګار د «يرغلګرو» فرمايش و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره، سره د پاتې طالب بندیانو له خلاصون انکار کړی؛ طالبانو له خپل رسمي ادرس په خپره کړې تبصره کې ویلي، چې اشرف غني د بندیانو د خلاصون او د هغوي په وړاندې د خنډونو جوړولو صلاحیت نه درلود ؛ بلکې په خبره يې،  دا هر څه د بهرنیانو فرمایش وو، چې د «کابل ادارې» د خپلواک ښودلو په هدف ترسره شول.

د ورځې خبره تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي «نږدې شل ورځې وړاندې د کابل ادارې مشر ډاکټرغني په دې پلمه، چې دی د اسلامي امارت پاتې ۴۰۰ بنديانو د خلاصون صلاحيت نه لري، په اصطلاح مشورتي لويه جرګه راوبلله، د لويې جرګې غړو له فزيکي شخړو او نانندريو وروسته، په يوه خوله ډاکټرغني ته مشوره ورکړه چې له ځنډ پرته بنديان خوشې کړي، ډاکټرغني هم ډېر ژر د پاتې بنديانو د خلاصون فرمان صادر کړ؛ خو تراوسه نه دی توانېدلی چې خپل فرمان تطبيق کړي.»

تبصره کې وړاندې زیاته شوې، چې «کابل رژیم» خپله هیڅ نشي کولای؛ بلکې د بهرنیانو د «اجیر» په توګه د هغوی طبیعت او خولې ته ګوري « داسې نه ده چې له لومړي سره ډاکټر غني د پاتې طالب بنديانو د خلاصون يا نه خلاصون واک درلود او يايې په خپله خوښه او اراده لويه جرګه رابللې ده، بلکې د پاتې بنديانو په نه خلاصون د غني ټينګار هم د يرغلګرو فرمايش و، بيا لويه جرګه رابلل هم د بادارانو غوښتنه وه او اوس چې ډاکټر غني د بنديانو د خلاصون فرمان صادر کړ، د خپل فرمان تطبيق ته يې هم يرغلګر نه پرېږدي.»

د تبصرې په بنسټ، په دې کړنه کې د بهرنیانو تمه دا وه چې «کابل اداره» خپلواکه وښيي او طالبان له هغوی سره مخامخ خبرو ته وهڅوي «شغالګرو غوښتل چې په دې ډول کابل اداره خپلواکه وښيي او طالبان وهڅوي، چې کابل ادارې سره مخامخ خبرې وکړي؛ خو په دې سره يې نه يوازې خپلواکه معرفي نه کړه، بلکې په شرمونو يې وشرموله، اوس هر څوک په دې پوهيږي چې ډاکټرغني د امريکايي چارواکو له امر پرته هيڅ نشي کولی.»

یاده دې وي، چې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د بندیانو په تړاو د فرمان له لاسلیک سره، سره غني د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولي.

حکومت ځیني وخت ادعاء لري چې یو شمېر بهرني هیوادونه د پاتې بندیانو په خلاصېدو نیوکې لري او کله بیا د طالبانو په بند کې پاتې کمانډو عسکر او پيلوټان د طالب بندیانو د نه خلاصون لامل ګڼي.

ورته مهال بېلابېل جهتونه بیا پر حکومت د پاتې طالب بندیانو د خلاصون غږ کوي او له هغوی غواړي، چې د بهرنیانو په خوله د افغان سولې پروسه تخریب نکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دکفاروسره دفیصل تریوه لفظ طالبان بایدتیرنسی چه همیشه یی دنیاپروعده اوخبره باوروکی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx