افغانستان

څارنوالۍ ته معرفي شوی وزیر؛ حکومت بې کفایته او په فساد کې غرق دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا پخوانی وزیر «فیروزالدین فیروز» چې تازه د فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی؛ په حکومت تور پورې کړی، چې بې کفایته او په فساد کې غرق دی او د څو «مظلومو او بې واسطې» کسانو په محکومولو سره غواړي په نړیوالو ناستو کې د فساد په وړاندې مبارزه کې د لاسته راوړنو ادعاء وکړي.

فیروز چې څو میاشتې وړاندې له دندې ګوښه کړل شو؛ تېره ورځ له خپلو دریو مرستیالانو وحید مجروح، ماموسۍ زیور او شفیق شهیم سره یو ځای د فساد او وظیفوي غفلت په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شول.

فیروز په همدې تړاو پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې حکومت له تېرو شپږو کلونو ددوی په «سپینه لمن» د داغونو لګولو په لټه کې وو؛ خو ونه توانېدل او دا ځل به هم په خپل کار کې بریالي نشي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «اړینه نقطه داده، چې په راتلونکې نومبر میاشت کې په جینوا کې نړیوال کنفرانس رابلل کېږي، اوسنی حکومت باید د فساد په وړاندې مبارزه کې لاسته راوړنه وړاندې کړي؛ لکه څنګه چې حکومت په فساد کې غرق او بې کفایته دی او د ویلو لپاره څه نه لري؛ نو غواړي څو مظلوم، مخلص او بې دفاع کسان محکوم کړي.»

فیروز ددې تر څنګ د خپلو هغو مرستیالانو خدمت ستایلی چې له ده سره یو ځای څارنوالی ته معرفي شوي، هغوی یې د تقدیراتو او ترفیعاتو وړ بللي؛ خو په خبره یې «له فاسد حکومت باید دا تمه ونشي.»

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم ولسي جرګې «فیروزالدین فیروز» او د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» د بودیجې د غلا او د پارلمان استجوابیه ناستې ته د نه حاضرېدو له امله لویې څارنوالۍ ته ور پېژندلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx