افغانستان

بلخ کې موټر بم برید د کمانډو عسکرو مرکز له منځه وړی/ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې موټر بم برید د کابل حکومت د کمانډو عسکرو مرکز په بشبړ ډول له منځه وړی.

کورنیو چارو وزارت وایي،  نن سهار نهه بجې شاوخوا د بلخ ولایت حیواني کلینیک ته څېرمه موټر بم برید شوی.

د بلخ ولسوال «ګلباز خان ناصري» بي بي سي ته ویلي، چې په اقچه بندر کې د بلخ پر هغه حیواني کلینیک زورور موټر بم برید شوی چې د کمانډو ځواکونو یوه قطعه پکې وه.

ولسوال که څه هم د برید د تلفاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي؛ خو په ټولنیزو رسنیو باندې د برید له ځایه خپره شوې ويډیو کې ښکاري، چې د کمانډو ځواکونو مرکز په بشپړ ډول له منځه تللی.

ورته مهال د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان «هیبت الله علیزی» وایي، له چاودېدونکو توکو ډک «مازدا» موټر چې غوښتل یې قرارګاه ته داخل شي، د پيره دارانو له لوري برید ورباندې شوی.

د علیزي په خبره، په برید کې اووه کمانډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ۳۰ پورې ملکي وګړي پکې مړه او ټپیان دي.

ترد ې دمه د برید مسئولیت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx