نړۍ

مستونګ: د نامعلومو وسلوالو په ډزو کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې

نن ټکی آسیا: د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې نامعلومو وسلوالو پر یوه موټر باندي ډزي کړي، چي له امله يې درې تنه وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د سیمي څخه امنیتی چارواکو خبر ورکړ چي نامعلومو وسلوالو د مستونګ په دښت سیمه کې پر یوه موټر چي شپږ کسه په کښي سپاره وه، ډزی وکړي چي له کبله يې درې تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي، ټپيان روغتون ته رسول شوي.

د پولیسو په وینا دا پيښه د سیمي د خلکو د قبایلي شخړو په ترڅ کې منځته راغلې.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ په همدې سیمه کې نامعلومو وسلوالو د شیعه مذهبه مسافر پر یوه بس باندي چي د ایران په لور روان وو، ډزي کړي وې چي له امله يې ۲۶ تنه وژل شوي وه، او یو شمېر يې نور ټپيان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x