روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان د ښوونځيو پېلېدو سره د کرونا ډيروالي تمه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو تمه ښودلې چې د نوي ښوونځي کال د پېل څخه به په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کې زیاتوالی راشي.

ددغه سازمان مرستیال رانییري ګویرا وویل، «د نوي ښوونځي کال په پېل سره د کرونا د پېښو زیاتوالي نه هیڅ تېښته شتون نه لري، ځکه چې د زده کونکو ترمنځ د اړیکو مخنیوی ناشونې دی».

رانییري ګیري یوې ایټالوۍ ورځپاڼې سره د مرکې پرمهال وویل، «د پېښو د زیاتوالي تمه کیږي خو لا هم د خطرناکو پېښو مخه نیول ممکن دي، ځکه چې له بده مرغه موږ له سختو حالاتو او تجربو وروسته په دې وتوانېدلو».

په دې برخه کې هغه باور څرګند کړ چې د ۱۰ او ۱۱ کلونو ترمنځ او له دې کمو کسانو کې د ویروس د لیږد خطر کم دی، خو له ۱۲ کلنۍ پورته کسانو کې د ویروس لیږد لویانو ته ورته دی.

د روغتیا مرستیال څرګنده کړه چې د کرونا ویروس د خپریدو دویمه څپه یقیني نه ده خو ویره ښودل کیږي، ددې د مخنیوي لپاره طبي چارواکي ټول لاس په سر دي.

باید وویل شي چې یو شمېر هېوادونو نږدې له ۶ میاشتو بندیز وروسته یو وار بیا د کرونا له کبله د تړل شوي ښوونځيو او پوهنتونونو د نوي کال لپاره د پرانیستې پریکړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx