روغتیا

جاپان داسې ماسک چمتو کړی چې ستاسو په استازیتوب غږیږي او خبرې مو ژباړي – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): جاپان کې یوه شرکت داسې ځيرک ماسک ایجاد کړی چې موبایل سره وصل کیږي او د کاروونکي کس په نیابت غږیږي او کولی شي د نوموړي خبرې نهو ژبو ته وژباړي.

له دې وړاندې هیڅ یو هېواد نه دی توانېدلی د ۲۰۱۹م په دیسمبر میاشت کې پېل شوې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي لپاره تر دې دمه داسې ماسک ایجاد کړي چې له ځيرک موبایل سره وصل کیږي.

د «ډونټ روبوټیکس» شرکت په دغه ځانګړي ماسک د (C-Face) نوم ایښی، چې کولی شي د خلکو ترمنځ اړیکو کې مرسته وکړي، په ځانګړي توګه د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې د ټولنیز واټن مراعاتولو پرمهال.

دغه ځیرک ماسک ستاسو په موبایل کې یوه ځانګړي اپلیکیشن ته اړتیا لري، هغه څه چې تاسې یې وایاست ددې اپلیکیشن په واسطه په اتومات ډول ژباړل او خپریږي، دغه اپلیکیشن کولی شي د نورو په څېر سمدلاسه هغه څه نورو ژبو ته وژباړي چې تاسې یې غواړئ.

د ډونټ ربوټیکس اجرائیه مشر «ټایسوکیه اونو» وايي چې ځيرک موبایل کولی شي په لس متره واټن کې هم د ماسک سره وصل شي او کار وکړي، دغه راز کولی شي هغه څه چې تاسې یې وایاست یوازې غږیز نه بلکې لیکلی متن هم وګرځوي.

ټایسوکیه اونو وایي، له یو شمېر تجربو ثابته شوه چې دغه ماسکونه پوستکي ته زیان نه رسوي، هغه زیاتوي چې تر اوسه یې د دغه ماسک لپاره یوازې ۱۰۰۰ غوښتنې ترلاسه کړي، خو غواړي د پروسې له پېل وړاندې ۱۵۰زره ماسکونه نور چمتو کړي.

د سي فیس ماسک بیه ۴۰ امریکایي ډالره ده، په داسې حال کې چې په اپلیکیشن کې به د ژباړې ترلاسه کولو بیه ۱۰ ډالره وي چې په میاشتني ډول به ګډون د شرکت له لوري ټاکل کیږي.

د شرکت اجرائیه مشر وایي جاپان دوه کاله وړاندې ددغه ماسک چمتو کول په پام کې لرل، مګر هغه مهال یې د غوښتنې بازار نه و، خو اوس وضعیت بدل شوی او د ویروس د مخنیوي لپاره د داسې ماسک غوښتنې زیاتې شوي دي.

له دې وړاندې د امریکا هارورډ او MIT پوهنتونونو بایو انجینرانو خبر ورکړی و چې له تېرو شپږو کالونو راهیسې په یوه داسې آلې کار کوي چې د ویروس کشفېدلو پرمهال څراغ روښانه کوي او د خطر خبرداری ورکوي.

د یادونې وړ ده چې جاپان کې د ۶۲۵۰۷ کرونا ویروس پېښو څخه یې یوازې ۱۰۸۱ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد له چین سره پراخې پولې لري، پوهان عام ټولنیز واټن او د لویانو معافیت پیاوړی سیستم د زیاتې مړینې د مخنیوي غوره لامل بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx