افغانستان

طالبانو په بلخ کې د کمانډو ځواکونو په مرکز موټربم چاودنه «انتقامي» برید بللی

نن ټکی ا سیا (سه شنبه، ۴ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ د کمانډو ځواکونو په مرکز ترسره شوې نننۍ موټربم چاودنه په وروستیو کې ددولتي عسکرو لخوا د ترسره کړو«وحشتونو» په غبرګون کې انتقامي برید بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بلخ ولسوالۍ په آقچه بندر سیمه کې یې د موټربم «استشهادي» برید په وسیله د کمانډو عسکرو د «صفر شش» قطعې مرکز په نښه کړی، چې له امله  یې مرکز نړېدلی او په کې میشت لسګونه کمانډو عسکر وژل شوي او ټپيان دي:

«د عملیاتو په نتیجه کې د یاد مرکز اکثره ودانۍ نړیدلې، د ابتدايي معلوماتو له مخې (۶۱) تنه کمانډويي عسکر يې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.»

طالبانو دغه راز ویلي، چې یادې «استخباراتي» قطعې غوښتل د شمال په مهمو سیمو کې دداعش په نوم ملیشې ځای پرځای کړي، کوم چې په ننني برید کې د «داعش» په نوم یو شمېر مهم کسان هم وژل شوي دي.

د خبرپاڼې پای کې ددې ترڅنګ چې نننۍ موټربم چاودنه یې په وروستیو کې په زابل او بلخ کې د دولتي عسکرو لخوا د طالبانو د جسدونو سره ناوړه بشري چلن(په تبرونو او ساتول ټوټه کولو) په غبرګون کې انتقامي برید یاد شوی، خبرداری یې ورکړی، چې«اسلامي امارت» به له خپل ولس او «مجاهدینو» څخه په کلکه دفاع وکړي:

«اسلامي امارت به د خپلو خلکو او مجاهدینو څخه په کلکه دفاع وکړي او وحشي دښمن ته به د هغوی د هر کرغیړن عمل سزا ورکړي.ان شاءالله »

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې نن سهار نهه بجې د کمانډو ځواکونو په مرکز موټربم چاودنه کې د چارواکو په خبره د نظامیانو او ملکیانو په ګډون۳ تنه مړه شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دولتي عسکرو تیره اونۍ په زابل او بلخ ولایتونو کې د یو شمېر طالب جنګیالیو او اسیرانو جسدونه د تبر او ساتول په وسیله ټوټه ټوټه کړي وو، چې په کورنۍ او نړیواله کچه د دولتي عسکرو دغه «بشرضد» عمل په پراخه کچه وغندل شو او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الحمدلله ، افرين ، داسی يی وژنی چی غلام غنی په ارګ کی او بادار ئی ټرمپ په توره ماڼی کی ځانونه مردار کړی .

غلام سخی بکواهی

جار تر فیدایی جانان چی ده یهود اونصاراوو او غلامانو یه ماغزه زایی ته راولی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx