افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر: که طالبان حکومتي بندیان خلاص کړي،  د پاتې طالب بندیانو خلاصولو ته ژمن یو/ویډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې اشرف غني د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د خپل فرمان له لاسلیک سره، سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ درولې، د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» وایي، که طالبان له دوی سره په بند کې پاتې دولتي بندیان خلاص کړي؛ حکومت به هم د طالب بندیانو خلاصولو لړۍ بیا ځلې پیل کړي.

اتمر دغه څرګندونې  د «بي بي سي» له انګلیسي څانګې سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي «موږ ژمن یو چې نور طالب بندیان هم ازاد کړو، که چېرې طالبان له دوی سره شته حکومتي بندیان خلاص کړي. موږ او زموږ نړیوال شریکان له طالبانو او نورو سیمه ییزو ملګرو سره په همدې تړاو خبرې کوو او هیلمن یو چې په دې برخه کې به یوې اجماع ته رسېږو.»

اتمر همدا راز پاتې طالب بندیان د افغانستان او نړیوالې ټولنې د امنیت لپاره خطرناک بللي، چې دده په خبره، اوس سولې ته د یوه حل د پیدا کولو په موخه ازادېږي.

نوموړي ددې تر څنګ د امریکا او نړیوالې ټولنې امنیت د افغانستان او سیمې له امنیت سره تړلی بللی او له امریکا یې غوښتي، چې د خپلو عسکرو انخلاء د افغان سولې پروسې له پرمختګ او د دولتي عسکرو د ظرفیت له لوړېدو سره مشروطه کړي.

د اتمر له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د دوحې له توافق سره سم د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ پای ته ورسوله او پر حکومت یې هماغه مهال غږ وکړ، چې د «ښه نیت» له مخې پاتې طالب بندیان خلاص او په دې توګه بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

اشرف غني د پاتې طالب بندیانو خلاصون له خپل صلاحیت لوړ کار وباله او په همدې تړاو یې مشورتي لویه جرګه راوبلله او د جرګې د غړو له موافقت وروسته یې د طالب بندیانو د خلاصون فرمان هم لاسلیک کړ؛ خو تر دې دمه له یادو بندیانو یوازې اتیا تنه یې خلاص شوي او د پاتې کسانو د خلاصون پروسه درېدلې.

حکومت ځیني وخت د بهرنیو هیوادونو ملاحظات او کله بیا له طالبانو سره په بند کې د شته پیلوټانو او کمانډو عسکرو نه خلاصون د پاتې طالب بندیانو د ازادۍ په وړاندې خنډ ګڼي.

ورته مهال طالبان بیا حکومت تورنوي، چې د «بهرنیانو په فرمایش» د پاتې طالب بندیانو په خلاصون کې ناغېړي کوي او له همدې لارې غواړي د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ته غلام کمونسټ اپورچونسټ څه سر پياز يا ک.. پياز يی چی غټی خبری کوی ،طالبانو ستاسو غلامانو سره نه کومه معامله کړیده نه کومه ژمنه او نه به هم داسی څه وکړی خو حساب به خامخا درسره وکړی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx