افغانستان

په سیمه کې د امریکا ځانګړي استازي دنده پرېښوده

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي خپله دنده پرېښوده. په سیمه کې د امریکا ټاکل شوي ځانګړي استازي جیمز ډوبنز د تېر کال له می راهیسې خپله دنده پرمخ وړله، چې پرون يې استعفا ورکړله.
د امرکیا د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې ډوبیز به د روانې میاشتې ترپایه خپله دنده پرمخ وړي او له هغه وروسته به د ده پرځای ټاکل شوی استازی دنده وړاندې بوځي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا راتلونکی ځانګړی استازی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ډوبنز مرستیال دانیل فیلډمن دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري فیلډ من یو مناسب استازی وګاڼه او ډوبنیز يې هم له حامد کرزي سره په ښو اړیکو وستایه.
جیمز ډوبنز په سیمه کې د ځانګړي استازي په توګه له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ويلي دي، چې په افغانستان کې د ټاکنو په وړاندې پراته خنډونه ممکن د دې هېواد دوېشل کېدو خطر رامنځته کړي، د نوموړي په وینا ځکه چې دلته لاهم د ماتې منلو دود نه دی غښتلی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x