ادبي لیکني

يتيمه ناوې«لنډه کيسه»

ژباړه: بختيار احسان

“یوې یتیمې له خپلې سپین سرې مور سره ژوند کاوه. یو وخت د کاکازوی يې پرې مرکه وکړه، د مور او لور پرې مشوره راغله او ویې منله. کله چې د خپل کاکا د کور ناوې شوه، د کاکا لوڼو او او خواښې يې پرې ډول ډول ظلمونه او ستمونه شروع کړل.

جلۍ به چې هر کله مور کره راغله، له خسرګنۍ به یې شکایت کاوه او په چیغو چیغو به یې ژړل، عمر خوړلې مور به یې ورته په صبر توصیه کوله او له خپلې لور سره به یې د همدردۍ په پار یوازې په چیغو چیغو ژړلی شول.

وخت تېرېده، بلاخره سپین سرې مور د مرګونې ناروغۍ له کبله مړه شوه. مظلومې لور یې د مور سر ته خپله ناتواني ژړله او ویل يې چې زه به اوس چا ته شکایت کوم او چا ته به زړه تشوم؟! مور يې وصیت ورته کړی وو چې که مړه شوم، بیا هم کور ته راځه، اودس کوه، دوه رکعته نفل کوه او خپل شکایت الله ج ته اوروه! لور هم ورسره منلې وه.

مور له دنیا لاړه او لور به د مور له وصیت سره سم د مور کور ته لکه د پخوا راتله، له اوداسه او دوه رکعته لمانځه وروسته به یې خپله ټوله کیسه الله ج ته کوله. د وخت په تېرېدو سره یې خسرګنۍ متوجه شوه چې د جلۍ خو مور مړه ده چې دا چېرته لکه د پخوا ډېره خفه ځي او بیرته له خوښۍ او ډاډ سره راګرځي؟!

خسرګنۍ یې مېړه ته وویل چې ښځې دې کومه پټه یارانه شروع کړې، ملاقات ته یې هر وخت د مور  کور ته ځي! مېړه یې د حقیقت موندلو په خاطر ولاړ او د کور په کړکۍ د میرمنې څارولو په موخه پټ شو. ګوري چې ښځه يې راغله، په ځان پسې يې دروازه وتړله، ولاړه اول یې اودس وکړ، بيا دوه رکعته لمونځ او لاسونه یې الله ج ته پورته کړل او په ژړا ژړا یې خپله کیسه الله ج ته وکړه. ویل یې؛ يا الله! د خسرګنۍ په وړاندې خپله ناتواني تا ته وړاندې کوم، که تاسې زما په حال خوښ اوسئ بیا مې قبوله ده خو  لطفا له ما خفه کېږئ مه ځکه یوازې تاسې لرم، که تاسې هم رانه خفه شئ بیا نو ما ته څوک پاتې دي؟! يا الله مېړه ته مې هدایت وکړې، خپله نېک انسان دی خو د خپلې کورنۍ د نور غړیو تر اغېز لاندې راغلی…

مېړه يې د دې راز و نیاز په اورېدو د کړکۍ شاته په ژړا شو، راښکته شو او د کوټې دروازه یې ټک ټک کړه، میرمنې یې دروازه خلاصه کړه، د مېړه په لیدو حیرانه شوه، مېړه یې په غېږ کې ونیوله او پر تندي یې ښکل کړه او بښنه یې ترې وغوښته. له ځان سره یې کور ته یوړه او د کور ټول غړي یې راوغوښتل، ټولو ته یې د کیسې په بیانولو سره ستونزه اواره کړه. ټولو خپلې ستونزې ومنلې او بښنه یې وغوښته او ژمنه يې وکړه چې نور به څوک لا دا هم نه ورته وايي چې په مخ دې څو سترګې دي!

جلۍ خوب ولید چې یو څوک ورته وايي؛
لس کاله دې خپلې مور ته شکایت وکړ، مشکلات به نور هم زیاتېدل خو یوازې یوه میاشت دې الله ج ته شکایت وکړ، ټول مشکلات دې حل شول؛ نو تل خپل شکایت الله ج ته وکړئ چې تر ټولو ښه حل کوونکی دی!”

د ستونزو په مهال الله ج ته ورګرځېدل خامخا تجربه کړئ، وبه ګورئ چې الله ج رښتیا هم تر بل هر چا ښه حل کوونکی دی!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx